گزارش

د غنمو حاصلاتو کمېدو اندېښنې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې سږ کال به سېلابونه په افغانستان کې د غنمو حاصلات زیانمن کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې یا اوچا ویلي چې سږ کال به سېلابونه په افغانستان کې د غنمو حاصلات زیانمن کړي.

دې ادارې ویلي چې په کور د ننه تولید شوي غنم به د افغانستان یوازې ۴۰ فیصده اړتیاوې پوره کړي او په دې سره به په هېواد کې د بېوزلۍ کچه هم لوړه شي.

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې اوچا له دوی سره مشوره نه ده کړې او دا د هغې ادارې خپل شخصي معلومات دي.

د دغه وزارت ویاند مولوي مصباح الدین مستعین له کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی له کرنې وزارت څخه معلومات نه دي غوښتي او ټینګار کوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له ۱۰ تر ۳۰ فیصده د غنمو تولید زیات شوی دی:

«که له کرنې وزارت سره دوی معلومات شریک کړي، شاید موږ ورته قناعت ورکړو چې سږ کال مو د نورو کلونو په پرتله د غنمو بحران کم دی، که په شمالي ولایتونو کې وچکالي نه وای، موږ به د غنمو له پلوه په ځان بسیاینې ته نږدې شوي وای، خو بیا هم سږ کال موږ په هم للمي او هم په اوبیزه ځمکه کې له ۱۰ تر ۳۰ فیصده د غنمو تولید له نورو کلونو زیات لرو.»

د کرنې وزارت ویاند زیاتوي چې په تېرو کلونو کې به په کور د ننه تر څلور میلیون ټنه غنم تولیدېدل، خو سږ کال اټکل کېږي چې دا کچه به تر پنځه میلیونه ټنه پورې ورسېږي چې د هېوادوالو زیاته اندازه اړتیا به پوره کړي:

«دا اندازه خو زموږ د هېواد ټوله اړتیا نه شي پوره کولای، خو تر اویا یا اتیا سلنه د غنمو اړتیا پوره کولای شي، ځکه چې موږ په کال کې ۷ میلیون ټنو غنمو ته اړتیا لرو، اوس چې ۵ یا ۵.۵ میلیون ټنه تولید کړو، نو یو یا یو نیم میلیون ټنه نور کمېږي چې له بهره یې وارد کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، د هېوادوالو د غنمو د اړتیاو پوره کولو لپاره باید حکومت د لویو کرنیزو پروژو عملي کولو، کانالونو پاکولو او کوچنیو بندونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او نړیواله ټولنه هم باید د راپورونو خپرولو پرځای عملي مرستې زیاتې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی شفیع الله ستومان وایي، په لنډمهال کې د غنمو اړتیاوو پوره کولو لپاره باید حکومت د وارداتو زمینه برابره کړي:

«دولت باید د تورید زمینه برابره کړي، د وارداتو بیې باید ټیټې وي چې خلک غنم له بازاره وپېرلی شي، په غنمو باید ټکسونه او مالیات راکم کړي او له هر لوري چې کېږي باید په بازار کې غنم ډېر کړي، دا د لنډمهال لپاره حل لارې دي.»

د اقتصادي چارو بل شنونکی آذرخش حافظي وایي چې په کور دننه د اوبو د مهارولو او د سېلابونو لپاره د استنادي دېوالونو جوړولو ترڅنګ نړیواله ټولنه هم په سختو حالاتو کې د افغانانو د لاسنیوي مسئولیت لري:

«نړیواله ټولنه او نړیوالې موسسې هم اخلاقي مسئولیت لري چې له افغانانو سره په دې سخت حال کې مرسته وکړي، څو افغانستان له دې بحرانه وایستل شي، کنه ستونزې نورې هم زیاتېږي، افغانستان له ناورین څخه غمیزې ته ځي.»

اوچا په داسې حال کې د سېلابونو له کبله د غنمو د حاصلاتو د زیانمنېدو په اړه اندېښنه څرګندوي چې په دې وروستیو څو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راوتلي چې د مالي زیانونو ترڅنګ یې لسګونه کسان وژلی او لسګونه نور یې ټپیان کړي او یا هم تري تم دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *