اجتماعی

د افغانستان سېلاب ځپلي بيړنيوو مرستو ته سخته اړتيا لري

د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د نوي کال په را دبره کېدا سره د اورښتونو لړۍ پيل شوې، چې له امله يې په ډېرو سيمو کې سېلابونه را وتلي او خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي، له طبيعي پېښوو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د نوي کال په تېرو څو ورځو کې اورښتونه د سېلابونو سبب شوي

فريد الله څپاند

د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې د نوي کال په را دبره کېدا سره د اورښتونو لړۍ پيل شوې، چې له امله يې په ډېرو سيمو کې سېلابونه را وتلي او خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي، له طبيعي پېښوو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي، د نوي کال په تېرو څو ورځو کې اورښتونه د سېلابونو سبب شوي او د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې يې ۱۰ تنه مړه او ۷۶ تنه نور ټپيان کړي دي. د دغه وزارت وياند شفیع الله رحیمی،وېيلي، چې د طبيعي پېښو په نتيجه کې له ۱۷۰۰ ډېر کورونه زيانمن او ويجاړ شوي او ۲۲ زره جریبه کرونده له منځه وړل شوې ده.

کروندګر هم وايي، چې کرنيزې مځکې يې سېلابونو وړې دي، هغوی سرټکوي، چې د سږ کال کروندې يې وېچاړې شوې او د پاتې نورو کروندو برخليک ته يې په وېره کې دي، ځکه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی، چې نږدې په ټول افغانستان کې به سخت اورښتونه وشي او د پراخو او خونړيوو سېلابونو د را وتو خبرداری يې ورکړی دی!

د دغو اورښتونو له امله د يو شمېرو ولايتونو مواصلاتي لارې هم تړل شوې دي. د دغو سيمو وګړي د مرستو غوښتنه کوي او وايي مرستو ته سخت اړ شوي دي.

بل اړخ ته وروستيوو زلزلو هم د افغانستان ګڼ خلک زيامن کړي او د سر او مال زيانونه يې ور اړولي دي.د طبيعي پېښو پرضد د مبارزې وزارت وېيلي، چې د دې زلزلې له امله ۱۰ تنه مړه شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپيان شوي دي، همدا راز له ۸۰۰ ډېر کورونه زيانمن او يا هم وېجاړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال طبيعي پېښو هم ډېرو افغانانو ته د سر او مال درانه زيانونه اړولي دي، له پېښو سره د مبارزې وزارت چارواکيو په دې اړه وېيلي، چې په تېر ۱۴۰۱ ل کال کې له ۱۱۰۰ افغانان د طبیعي پېښوو له لاسه مړه شوي دي.

طبيعي پېښې په داسې حال کې د هیوادوالو ژوند او مال ګواښي ،چې دغه ولس له سختو نورو ناوروينونو سره مخ دی، وچکالي، بېوزلي، بې کاري او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي، چې ولس يې سخت ځپلی دی. په دې اړه وړاندوېينې هم زړه بوګنوونکې دي،د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) په وروستي رپوټ کې وايي، چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېره سږ کال آن تر ۲۸.۳ میلیون تنو پورې لوړه شوې ده!

د دې ترڅنګ د خوراک نړيوالې ادارې (ډبلیو اف پي) هم اندېښنه ښکاره کړې ده، دې نړيوالې ادارې وېيلي، که ملګري ملتونه او نړيوال سازمان يې د افغانانو د مرستې لپاره د۹۰ میلیونو دالرو بودجه ژر تصويت او تر لاسه نه کړي، نو وېره ده، چې په راروانو مياشتو کې به ۹میلیونه افغانان له مرستو بې برخې شي!

په همداسې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان له خوا پر سېلاب ځپلو افغانانو د مرستو لړۍ پيل کړې، چې د زړه له تله يې هرکلی کوو، دغه سازمان وايي، د افغانستان په هغو سیمو کې يې مرستې روانې دي، چې وروستیو طبیعي افتونو ځپلې دي. دغې ادارې د تېرې سې‌شنبې په ورځ په ټویټ کې د بلخ ولایت په خلم، شولګرې او مزارشریف کې ۲۲۳ کورنیو ته نقدي مرستې ورکړې، چې ځانونو ته سرپناه برابره کړې، چې خپلې سرپناوې پرې ورغوي.

په حقيقت کې طبيعي پېښو ځپلي وګړي سختو مرستو ته اړتيا لري، سره له دې، چې ګڼې کورنۍ او نړيوالې ادارې په دې برخو کې مرستې کوي، خو هيله مو دا ده، چې دا مرستې ژر او پر خپل وخت وګړو ته ورسول شي. د دې ترڅنګ د بېوزلو کسانو لاسنیوی وشي او غوره ده، چې حکومت او نړيواله ټولنه په بنسټيزه توګه د فقر او غربت مخنيوی وکړي او په افغانستان کې د کار او روزګار داسې زمينې برابرې کړي، چې د تل لپاره دا هېواد له فقر او غربته وژغورل شي. د دې لپاره پر طبيعي زېرمو پانګونې بايد وشي او د کروندګرو، کسبه کارانو، صنعتګرو او په ټوله کې د افغانانو د توليداتو او صنعت لپاره د نړيوالو بازارونو د پراختيا هڅې وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *