افغانستان

سرې مياشتې ۱۸ په زړه سوري ماشومان د درملنې لپاره معرفي کړي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وړمه ورځ دوشنبه یې په کابل کې ۴ روغتونونو ته په زړه سوري ۱۸ ماشومان د عملیات او درملنې لپاره معرفي کړي دي.

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، وړمه ورځ دوشنبه یې په کابل کې ۴ روغتونونو ته په زړه سوري ۱۸ ماشومان د عملیات او درملنې لپاره معرفي کړي دي.

د دې ټولنې ویاند عرفا‌ن‌الله شرفزوی رسنیو ته استول شوي پیغام کې وېیلي، دا ماشومان د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.

د شرفزوی په خبره، د دې ماشومانو درملنه وړیا کېږي، خو لګښت یې د افغاني سرې میاشتې ټولنه ورکوي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، په زړه سوري د هر ماشوم  په درملنه له ۸۰۰ امریکايي ډالرو تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو لګښت راځي.

تېره اوونۍ هم دې ټولنې ۱۸ په زړه سوري ماشومان کابل کې یو شمېر روغتونونو ته درملنې او عملیات لپاره معرفي کړي وو.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، تېرو نږدې ۸ میاشتو کې دوی پلازمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته په زړه سوري ۷۹۷ ماشومان د درملنې او عملیات لپاره ور پېژندلي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *