
جهان
په دونېڅ کې د اوکرايني پوځيانو توده جګړه
د اوکراین پوځ په دونېڅک سیمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی او وېیلې یې،چې روسي ځواکونو په ویجاړ شوي ښار بخموت او افیدیفکا کې تحرکات درلودل.
د اوکراین پوځ په دونېڅک سیمه کې د تودې جګړې خبر ورکړی او وېیلې یې،چې روسي ځواکونو په ویجاړ شوي ښار بخموت او افیدیفکا کې تحرکات درلودل. د دوی په وینا، د جګړې تمرکز بیا هم پر بخموت ښار و. د اوکراین د پوځ لوی درستیز وېیلي، ځواکونو یې د بخموت ښار پر شاوخوا سیمو د روسیي پوځیانو ۶۰ بریدونه شنډ کړي دي. اوکرایني چارواکي وایي، روسیه دغلته پر پوځي اهدافو، زېربناو او ملکي اهدافو بریدونه کوي چې خلکو ته د سر او مال زیان اړوي. په دونېڅک او خارکیف کې د دوه ملکیانو د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی.