افغانستان

مالدیف کې سیالي؛ افغان والیبالرانو ټول سیالان مات کړل

د افغانستان د والیبال ملي لوبډلې په مالدیف هېواد کې د څلورو ملتونو جام سیالیو لړ کې سنګاپور او مالیزیا ته له ماتې ورکولو وروسته په پرلپسې ډول کوربه هېواد مالدیف ته هم ۳ ـ ۰ توپیر سره ماتې ورکړه. افغان ملي لوبډلې له دغو بریالیتوبونو وروسته وکولای شول چې پایلوبې ته لاره پيدا کړي.

خو افغان والیبال ملي لوبډلې په پایلوبه کې له سینګاپور هېواد څخه ماتې و خوړه.
د افغانستان د ملي المپیک کمېټې او ورزشي څارونکو د ملي لوبډلې دغه بریالیتوبونه ستایلي او مبارکي یې ورته وېیلې ده.
ورزش پوهان د دوی لاسته راوړنې د قدر وړ بولي او له خلکو د خپلو ورزشکارانو د هر اړخیز ملاتړ غوښتنه کوي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *