افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت: د افغانستان د «ټولو ژبو وده» پراختيا او کلتوري ميراثونو ساتلو ته ژمن يوو

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د فبرورۍ د ۲۱مې په اړه، چې (د مورنۍ ژبې له نړیوالې ورځې سره برابره ده) په خپره کړې خبرپاڼه کې وېيلي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د افغانستان د ټولو مورنیو ژبو د ودې، پراختيا او د کلتوري ميراثونو ساتلو ته ژمن دى.

سرچینې زیاته کړې، دا چې ژبه په یوه ټولنه کې د تفاهم او پوهاوي وسیله ده، اړینه ده چې په هېواد کې ټولو ژبو ته وده ورکړل شي او له تبعیض پرته یې درناوی وشي.
یاد وزارت همدارنګه وېیلي، چې دا مهال په هېواد کې له (۳۰) څخه زیاتې مورنۍ ژبې ترویج او د کارونې وړ دي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوه مسوول ارګان په توګه د ټولو مورنیو ژبو د تنوع او ښه والي ساتلو ته ژمن دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *