د افغانستان له کانونو سره د ګاونډیو هېوادونو لېوالتیا زیاته شوې
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سیمې هېوادونه یوازې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان پر کانونو له پانګونې سره لېوالتیا لري.
د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د سیمې هېوادونه یوازې د خپلو ګټو لپاره د افغانستان پر کانونو له پانګونې سره لېوالتیا لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، تر پاکستان او ایران وروسته په وروستیو کې د چین لېوالتیا هم زیاته شوې، خو دا کار د افغانستان په ګټه نه دی.
تېره سې شنبه د افغانستان لپاره د ایران سفیر حسن کاظمي قمي د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره په خبرو کې وویل چې ایران د افغانستان پر کانونو پانګونې ته لېواله دی.
په همدې حال کې له افغانستانه بل ګاونډي هېواد پاکستان ته په بېدرېغه توګه د ډبرو د سکرو پر لېږد هم انتقادونه شوي دي.
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په لړم میاشت کې راپور ورکړی و چې د افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمو د چین، روسیې او ایران په څېر بهرني قدرتونه له دغو طبیعي زېرمو ګټې اخیستنې ته هڅولي دي.
د سروې له مخې د افغانستان د طبیعي زېرمو اندازه له یوه ترېليون تر ۳ ترېليون ډالرو یعنې ۳ زره میلیارد ډالرو پورې اټکل شوې ده او کولای شي، د نړۍ دغه تر ټولو بېوزلی هېواد پر یوه شتمن هېواد بدل کړي.