اخبارافغانستان

د افغانستان بانک ۱۶میلیونه امریکایی ډالر لیلاموی

د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه، نن (۱۶) میلیونه امریکایی ډالره د لیلام په ډول پلوری.

دغه بانک پرون باختر آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره، په شرایطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتی بانکونو څخه غوښتی، چې په دغو داوطلبیو کې دې ګډون وکړی او د داوطلبۍ ګټونکی یې مکلف کړی چې خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړی. په خبرپاڼه کې دغه راز یادونه شوې ده چې د معاملــو قسمی ترسره کول مجاز نه دى او د لیلام ګټونکی دې د خپل ذمت پیسې ټولې یوځاى نغدې او یا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحویلې کړی. تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په خاطر ۱۵ میلیونه ډالره وپلورل.

د افغانستان بانک، پرون په بازار کې د یوه امریکایی ډالر پر وړاندې د ۷۲.۱۷ افغانیو د تبادلې خبر ورکړی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *