کورنیو چارو وزارت ویلی چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې په نیمروز، کندز، فاریاب، فراه، سمنګان، تخار او خوست ولایتونو کې ۲۵ تنه د جنایی جرمونو په تور نیول شوی دی. د کورنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلی چې د ٢٥ کسانو له ډلې، نیمروز کې اته تنه د بېلابېلو جنایی جرمونو په تړاو، فاریاب کې څلور تنه د وسلو ګرځولو او نظامی تجهیزاتو د لرلو په تور، شپږ تنه په کندز کې د جنایی جرمونو په تور، سمنګان، فراه او خوست کې پینځه تنه د غلا په تور او دوه تنه د څارویو د غلا په تور په تخار کې نیول شوی دی. هېره دې نه وی، چې پولیسو په غزنی او فاریاب کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم کشف او ضبط کړی دی.
With Product You Purchase
Subscribe to our mailing list to get the new updates!
Lorem ipsum dolor sit amet, consectetur.
نوشته های مشابه
همچنین ببینید
بستن