اسلامیمقالات

ماشومان اومسجدونو ته دهغو بیول

لیکنه: محمدعلي عظمت

جومات ته یوازې د عبادت ځای ویل په اسلام کې نه شته، د دې عصر یوه بدبختي دا هم ده چې خلکو جومات ته یوازې د عبادت د ځای نوم ورکړی دی بلکې د وتلو او ننوتلو شرایط یې ورته ټاکلي، د خلاصولو او بندولو وختونه یې ورته تعیین دي، ته باید داسې وکړې او داسې ونه کړې، دا هر څه په اسلام کې د جومات له مفهومه لرې دي. په اسلام کې د جومات د جوړولو هدف یوازې لمونځ نه دی او که چېرې یوازې د لمونځ لپاره وای نو له سره به یې د جوړولو اړتیا نه وه ځکه په شریعت کې ویل شوي چې: ځمکه ټوله جومات دی او پاکه ده نو کولی شو په هر ځای کې لمونځ وکړو.

جوماتونه د دې لپاره جوړیږي چې انسان جوړ کړي او داسې ځای وي چې ټولو خلکو ته د دین او دنیا ګټه ورسوي، جومات په اسلام کې یوازې یوه دیني موسسه نه ده، بلکې د سیاسي موخو لپاره یې خلک په دې قانع کړل چې د جومات نوم دار العبادت دی، دا د سیکولرانو اصطلاح ده تر څو جومات په نورو برخو کې له فعالیته لرې کړي او یوازې د لمانځه ځای یې کړي، دا د جومات له اسلامي مفهوم سره سمون نه خوري.

اې ښاغلیو! جومات ته جامع د دې لپاره وایي چې په داخل کې یې ټول کارونه سره راغونډوي. د رسول الله ص مجلس به په جومات کې و، په جومات کې یې له صحابه وو ( رض)سره ټوکې هم کولې ماشومانو یې په جومات کې لوبې کولې او حبشیانو هلته د لرګیو لوبه کوله، سره له دې چې غټ سړي ول او رسول الله ص لیدل. رسول الله ص د خلکو امامت کاوه او لمسۍ یې په اوږو وه، کله به یې چې سجده کوله هغه به یې کېښودله او کله به چې پاڅېده ورسره وابه یې خیستله، یو ځل د رسول الله ص لمسی حسن یا حسین راغی، په ملا یې وروخوت او رسول الله ص امامت کاوه نو سجده یې اوږده شوه، کله یې چې لمونځ ختم کړ خلکو وویل: اې رسول الله ص سجده دې اوږده کړه موږ ویل: لکه چې وفات شوې نو رسول الله ص وویل چې:(سجده یې ځکه اوږده کړه تر څو یې په ملا سپور ماشوم ونه ځوزېږي). فکر وکړئ یوه ورځ رسول الله ص لمونځ شروع کړ بیا یې له مور سره د ماشوم ژړا واورېده نو لمونځ یې لنډ کړ تر یې پوښتنه وکړي.دلته دا ډول دریځونه ګوره او بیا دا ګوره چې انسان راځي او د خدای په کور کې خبرتیا راځړوي(مسجد ته د ماشومانو د نه داخلېدو)! دغه خبرتیا که له هرې خوا پرتله کړو ناسمه ده، دا مې ډېر ځوروي چې ماشومان د لوبو کولو په بهانه له جوماتونو شړي، نو د دوی په لوبو کې څه ستونزه ده، آیا ته یوه ورځ د دوی په څېر ماشوم نه وې چې لوبې دې کولې؟ سمه ده چې مشران باید خپل ماشومان پوه کړي خو په پای کې دوی ماشومان دي او شرعا غیر مکلف دي، الله ج یې د ناسمو کړنو جزاء نه ورکوي، رسول الله ص ورسره مهربانه ، و نو ته څوک یې چې محاسبه ورسره کوې؟ د الله ج په کور کې یې پرېږدئ! دا خو ستاسې کور نه دی چې د چا د ننوتلو او نه ننوتلو اجازه یې لرئ ، ته به وایې چې : جومات ستاسې کور دی یا یې تاسې د ننوتلو د شروطو وکیلان یئ! هغه ماشومان چې تاسو یې له جوماتو باسئ سبا به ځوانان وي، دغه ماشوم به سبا ستا د لور خاوند وي او ستا لور به یې مېرمن وي، دوی به څو کاله وروسته له دې شکایت کوي چې دوی له دین څخه لرې پاتې شوي دي او طبیعي ده چې ته یې په ماشومتوب کې جومات ته نه پرېږدې خامخابه داسې کېږي. دا دلیل چې: ماشومان لمونځ کوونکي له خشوع اړوي دا یو خندوونکی دلیل دی، ته به وایې چې خلک تل همداسې په خشوع لمونځ کوي ، نه غلطیږي او نه یې پام بلې خوا ته ځي، بل که دا خبره وای نو د رسول الله ص لمونځ ولې د حسن رض له لاسه غلط نه شو.ښاغلیه! ماشومان دې چې له لمانځه پام اړوي پوه به یې کړې خو له جوماته ایسارول یې له اسلامه ایسارول دي او دا کار که ته وکړې خپل لمونځ به وکړې خو ماشومان به له هغه دین څخه ایسار کړې چې راتلونکی یې ورپورې تړلی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن