اجتماعی

د کانونو د استخراج بهیر پیل کېدل، کاري بوختیاوې رامنځته کوي

له شک پرته چې افغانستان د طبیعی زیرمو له پلوه یوغني هیواد دی چې له دغه پاک الله (ج) راکړیو زیرمو څخه باید د ملي شتمنیو په توګه استفاده وشي او له غیر قانوني کیندنو او استخراج څخه یې باید په جدي توګه مخنیوی وشي ځکه چې دا ملي شتمني ده او ټول ولس په کې حق لري، البته دا واقعیت دی چې اوس مهال د اسلامې امارت بودجه په زیاته کچه ددې جوګه نه ده چې په هراړخیزه توګه په سترو او کوچنیو پروژو کار پیل کړي خو دغه چارې د اسلامې امارت ترڅنګ د خصوصي پانګې اچونو په مرسته هم ترسره کېدای شي ، بناءً دې کارته باید پانګوال راجلب شي چې د ګڼو طبیعي زیرمو په راایستلو، د صنعتي فابریکو په جوړولو او بیارغاونې کار پیل کړي، چې په داسې بنسټیزو پروژو کې د کارپیل به مثبتې او ګټورې پایلې ولري ځکه هم به بیکاره هیوادوالو ته دکار زمینه او ښه شرایط برابرشي او هم به ددغه راز طبیعی زیرمو را ایستل دهیواد د اقتصاد په وده او پرمختیا کې ښې او ګټورې اغیزې ولري خوشرط دادی چې ټولې چارې یې باید په بشپړصداقت او روڼتیا پرمخ لاړې شي .

شاه محمود درویش
له شک پرته چې افغانستان د طبیعی زیرمو له پلوه یوغني هیواد دی چې له دغه پاک الله (ج) راکړیو زیرمو څخه باید د ملي شتمنیو په توګه استفاده وشي او له غیر قانوني کیندنو او استخراج څخه یې باید په جدي توګه مخنیوی وشي ځکه چې دا ملي شتمني ده او ټول ولس په کې حق لري، البته دا واقعیت دی چې اوس مهال د اسلامې امارت بودجه په زیاته کچه ددې جوګه نه ده چې په هراړخیزه توګه په سترو او کوچنیو پروژو کار پیل کړي خو دغه چارې د اسلامې امارت ترڅنګ د خصوصي پانګې اچونو په مرسته هم ترسره کېدای شي ، بناءً دې کارته باید پانګوال راجلب شي چې د ګڼو طبیعي زیرمو په راایستلو، د صنعتي فابریکو په جوړولو او بیارغاونې کار پیل کړي، چې په داسې بنسټیزو پروژو کې د کارپیل به مثبتې او ګټورې پایلې ولري ځکه هم به بیکاره هیوادوالو ته دکار زمینه او ښه شرایط برابرشي او هم به ددغه راز طبیعی زیرمو را ایستل دهیواد د اقتصاد په وده او پرمختیا کې ښې او ګټورې اغیزې ولري خوشرط دادی چې ټولې چارې یې باید په بشپړصداقت او روڼتیا پرمخ لاړې شي . د یادداښت وړده له نیکه مرغه چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې د خوست د ځاځي میدان ولسوالي په لنډي روغه رخک منګي سیمه کې د کرومایټ ډبروکان د استخراج چارې پیل شوې دي. د یاد کان د استخراج چارو د پیل په مراسمو کې د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم رئیس ویلي، چې د دې کان څخه به په راتلونکو ۵ کالونو کې کابو۱۱ زره ټنه کرومایټ ډبرې استخراج شي، چې په هرټن به ترې ۱۰ زره ۵۰۰ افغاني او ټولې ۱۱۸ میلیونه او ۶۰۰ زره افغاني ترلاسه شي. نوموړي زیاته کړې، چې دغه کان « کریم وردګ شرکت ته» د پنځو کالونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی، چې د چارو په پیل سره یې د یادې سیمې۲۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوې ده. ورته مهال د خوست مرستیال والي هم ویلي، چې په دې ولایت کې یې د غیرقانوني کان کیندنې او ګران بیه ډبرو د قاچاق مخنیوی کړی دی. د نوموړي په وینا، چې د رخک منګي د کان ترڅنګ ځینې نور کانونه هم تر کشف لاندې دي، چې وروسته به یې د استخراج کارونه پیل شي او ګټه به یې ټول ولس ته رسېږي. په همدې حال کې د ځاځی میدان د لنډې روغه سیمې اوسیدونکي ددغه کان د قانوني استخراج هر کلی کوي، هیره دې نه وي، چې کرومایټ ډبرې یو ډول منرال دی، چې د حرارت د اور وژنې په لباسونو، اسپریو، د فولادوا لیاژو، په نه سوځیدونکو توکو، د شکر ناروغي د کنټرول انسولینو، د فضايي سپوږمکیو، توغونکو قورو، د وسلو په تخنیک، د اوسپنې زنګ ضد او نورو مهمو برخو کې کارول کېږي.
دغه راز د کانونو او پترولیم وزارت د مسئولینو له قوله ویل شوي چې د ننګرهار ولایت د نفرایټو کان د داوطلبۍ په لړکې یو خصوصي شرکت هم د یوټن د دریو میلیونو افغانیو په وړاندیز سره ګټونکی شوی دی، البته له دغه شرکت سره د پنځو کلونو لپاره تړون لاسلیک شوی دی، د ګټونکی شرکت رئیس هم ویلي چې ډیر ژربه په ننګرهار کې د نفرایټ د راایستلو لړۍ به پیل کړي او په سمه توګه به یې پای ته ورسوي، د یادونې وړ ده چې د نفرایټ ډبرو اصلي کانونه د چین د سینکیانګ په لودیځ کې دی او دغه راز یې په استرالیا، برما، برازیل، کانادا، مکسیکو، تایوان او پولنډ کې هم کانونه شته.
بناءً ددې ټکی یادونه هم ضروري ده، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې که چېری واقعاً په هراړخیزه توگه کورنی پانگه وال په بیلا بیلو برخو کې په کې پانگونې وکړي نو اړوندو لورو ته به هم بی له شکه چې بی گټې نه وي ، ځکه چې افغانستان ډیرښه امکانات لري، یعني د طبیعي زیرمو اوکانونو لکه ، طلا ، اوسپنې ، مسو، تیلو ، گازو اونورو قیمتی ډبرو پورې یې یادونه کولی شو، دغه راز پراخې طبیعې زیرمې، پریمانه اوبه ، ښه استعدادونه اوستر بشري ځواک هم لري چې باید له دغو ټولو څخه په ښه توگه گټه واخیستل شي چې په دې برخه کې د اسلامي امارت او ترڅنگ يې مسئول ارگانونه ډنډه لری چې زیاته پاملرنه وکړي ترهغو چې کورني او بهرنی پانگه وال دېته وهڅوی چې په پراخه کچه په دی برخه کې پانگونه وکړی ، خو د اسلامی امارت د اړوندو ارګانونو دنده اومسولیت هم دی چې دامنیتی مصوونیت ترڅنگ اړوندو پانگه والوته باید دپانگونې په موخه په بیلا بیلو برخو کې ښه آسانتیاوې، لازم شرایط اوسهولتونه هم برابرکړی ترهغو چې دوئ په ډاډه زړه، آرام اوهوسا خاطرپانگونی وکړي او په افغانستان کې له برابرشویو فرصتونو څخه گټه واخلی .
البته داهم یوڅرگند واقعیت دی که بهرنی مرستدویه بنسټونه د نورو مرستو پرځای په افغانستان کې پانگونې وکړی ، له شک پرته چې زمونږ دپتمنو او جگړه ځپلو خلکو په گټه تمامیږی، ځکه له یوپلوه زموږ خلک کسب اوکارزده کوی ، له بل پلوه هیواد والو ته په هیواد کې دننه دکاراو سالمو بوختیاوو زمینه هم برابریږي او په ټولیزه توگه دهیواد او هیوادوالو داقتصادی پرمختګ سبب کېږی.
البته داوقعیت دی چې په ټوله کې دهیواد د کانونو د استخراج بهیر پیل کیدل په اصل ګڼ شمیر کاري بوختیاوې هم رامنځته کوي او دهیواد ډیری ځوانان چې همدا اوس د بیکاري او بی روزګاري له امله د مهاجرت ستونزمن ژوند ته مخه کوی دوئ ټولوته په هیواد کې دننه د سالم کار او روزګار زمینه برابریږي، نواړینه ده چې افغان پتمن ولس باید په هراړخیزه توگه له اسلامی امارت سره همکاراومرستندوې و اوسی ترهغه چې اسلامي امارت وشي کولای د ولس په پراخه همکاری او ملاتړ په هیواد کې د ډاډمن امنیت دټینگښت ترڅنگ دهیواد د کاني زیرمو دسالم استخراج ، داقتصادی بنسټونو د ودې او پراختیا په برخه کې خپل پلانونه په ښه توگه تطبیق کړي اوپه دی توگه په پایله کې دگران هیواد دپرمختګ او قدرمنو هیوادوالو دهراړخیزې هوساینې سبب شي اودمګړۍ چې ګران هیوادوال له کوموستونزو سره مخامخ دی بې له شکه چې دغه ستونزی یوازی اویوازی دهیواد دملی اقتصاد د ودې اوپرمختګ په پایله کې سمښت موندلی شی اوبس، پردي بنسټ دالازمي بریښي چې دهیواد د ملی اقتصاد د ودی او پرمختګ له پاره افغان غیرتي ولس په ګډه د هراړخیزې همکارۍ له مخي لاس په کارشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *