اخبارافغانستان

کونړ کې د یوه دېوال د غورځېدو له امله ۲۶ تنه ټپیان شوي

د کونړ ځايي چارواکي وايي چې د کونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ په بار کنډۍ سيمه کې  د دېوال غورځېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې ياده پيښه پرون لس بجې هغه مهال رامنځته شوې،چې کلیوال د یوې جنازې په ویر راټول او ناڅاپه پرې د یوه کور دیوال راوغورځېد. د اسعد اباد د مرکزي روغتون  رئیس ډاکتر مولاداد وايي  ۱۵ ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي. هېره دې نه وي چې د   وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله هېوادوالو ته ګڼ شمېر مالي او ځاني زیانونه اوښتې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *