اسلامیمقالات

یتیم ته په سپکه مه ګورئ شونې ده چې په راتلونکي  وخت کې یو څوک شي

د ژوند په پړاؤ کې ډیری داسي څوک مومو چې سرپرست نه لرې او بې تربیې او روزنې د ژوند په چاپیریال کې شپې او ورځې سبا کوي،  دا څوک دی او ولي بې سرپرسته او د تعلیم نه بې برخې پاته شوی؟ !.

هوکې!  دا هغه یتیم دی چې د امریکا او ناټو د ناوړه تیري په وړاندی یې بابا غزا ته وتلې او قرباني شوې،  بابا یې شهید بچي ترې یتیمان پاته شوي،  څوک نلري، اقتصاد یې ضعیف او د تعلیم په باب بې برخلیکه دي ، تر ډېرو ښه ځوان دی خو ګناه یې داده چې یتیم دی،  خلګ خو د سړي په سترګه ځکه نه ورته ګوري چې دی د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بازار کې چاته د مرستې لاس اوږدوي او دا یې د خلګو په نظر لویه ګناه ده،  خو د خالق پریکړې بیا بېلې دي، الله جل جلاله په تېرو وختونو کې د قومونو سرلاري یتیمان جوړ کړي،  ځکه په یتیمتوب کې  الله جل جلاله لوي حکمت دا  ایښي وي چې یتیم له ستونزو او کړاونو سره  بیا بیا مخ کېږي چې بلاخره سم ورسره بلد شي، سبا چې کله دی د الله جل جلاله په مرسته د یوې ټولنې یا د یو قوم او ملت لپاره لارښود جوړېږي ، نو طبعاً په عامه توګه تر واک لاندي وګړي ټول په یو حالت کې قرار نلري،  څوک به د ده غوندي یتیم وي او څوک به… خو ده کې الله جل جلاله له اوله سره دا ځواک پیدا کړي وي چې د یتیم او بل بیوزله سره څنګه رویه  باید وشي؟ هغسي رویه چې د ده سره خلګو کوله، د هغه نه بدتره نه بلکې برتره به دی له خلګو سره کوي ، ځکه چې ده په خپله خپل کړاؤ او غم لیدلې دی، د نور سره ښه او غوره اخلاق کول ستر انسانیت ګڼي ، له دې کبله د خلګو په وړاندي د ده رویه نرمه او په سنت نبوي برابره وي.

په تاریخ کې مونږ د دې ډېرې بیلګې لرو،  د انسانیت لارښود محمد صلی الله علیه وسلم یتیم پاته شوې او نړۍ یې د قیادت له کمالاتو په پوره معنا ناتوانه ده، ځکه هغه د یتیمتوب په حالت کې کړاونه لیدلي وو او د پاچاهۍ دور یې له راز راز حیرانتیاو څخه ډک وو.

همدا شان زمونږ او ستاسو په دې اوسنۍ نړۍ کې الله یو یتیم را پیدا کوي هو بهو د محمد صلی الله علیه وسلم په څېر د یتیمتوب سختۍ یې وګاللې او په یوشيتمه پیړۍ کې دا وړوکی یتیم محمد عمر د نړۍ د نظام رخ بدلوي او په حقیقي بڼه په پوره ایماندارۍ سره خپل دین او ملت ته تر پایه وفادار پاتېږي او پای کې تر شا سپېڅلې او متحد صف پرېږدي او د دنیا سره مخ ښه کوي.

نو بناءً وروڼو ! د اختر له خوښیو اړمن کسان مه بې برخې کوئ، په خاصه توګه کونډې او یتیمان پخپل خوښیو کې درسره شریک کړئ، او پر سرونو یې د رحم څلاس راکش کړئ،  له دې سره سره د دوی تعلیم ته پوره پام وکړئ،  تر څو د دې خبري احساس ونکړي چې پلار مو شهید شوې دی .

په دی هیله چې یتیمان په خپلو خوښیو کې درسره شریک کړئ

محمد ترابي

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *