اخبارافغانستان

په لوګر او لغمان کې د پاسپورټ آمریتونو څه باندې ۲۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

د لوګر او لغمان د پاسپورټ آمریتونو مسئولین وايي چې  د ۱۴۰۲ کال په ترڅ کې ۴۰ زره ۱۸۵ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۲۱۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د ١٤٠٢ لمریز کال په لړ کې د پاسپورټ آمریت د یاد ولایت اوسېدونکو ته څه باندې ١٩٥٠٠ پاسپورټونه وېشلي، چې له امله یې څه باندې 100 میلیونه افغانۍ ترلاسه شوي دي.

ورته وخت کې د لغمان د پاسپورټ امر قاري ثمرګل حنفي ویلي، چې یاد امریت تېر  کال ۲۰ زره ۶۸۵ پاسپورټونه وېشلي چې له درکه یې ۱۱۶ میلیونه ۹۴ زره ۵۱۰ افغانۍ عواید راټول شوي دي.

مسئولینو ډاډ ورکړ چې په یادو ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو ته په منظم او عادلانه ډول خدمات وړاندې کوي او د خلکو عرایضو ته په وخت رسېدنه کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *