افغانستان

خوست کې د کرومايټ ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې

د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ په لنډي روغه رځک منګي سیمه کې د کرومايټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې.

د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ په لنډي روغه رځک منګي سیمه کې د کرومايټ ډبرو کان د استخراج چارې پیل شوې.
د یاد کان د استخراج چارو د پیل په مراسمو کې د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رئیس محمد صادق وویل، چې له دغه کان څخه به په راتلونکو ۵ کالونو کې کابو ۱۱ زره ټنه کرومايټ ډبرې استخراج شي، چې په هر ټن به ترې ۱۰ زره ۵۰۰ افغانۍ او ټولې ۱۱۸ میلیونه او ٦٠٠ زره افغانۍ ترلاسه شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه کان کریم وردګ شرکت ته د پنځو کالونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی، چې د چارو په پیل سره یې د یادې سیمې ۲۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره شوه.
ورته مهال د خوست مرستیال والي محمد انور دین پرور وویل، چې په دې ولایت کې یې د غیرقانوني کان کیندنې او ګران بیه ډبرو د قاچاق مخینوی کړی دی.
دین پرور وویل، چې د رځک منګي د کان تر څنګ ځینې نور کانونه هم تر کشف لاندې دي، چې وروسته به یې د استخراج کارونه پیل شي او ګټه به یې ټول ولس ته رسېږي.
په همدې حال کې د ځاځي میدان د لنډې روغه سیمې اوسېدونکي د دغه کان د قانوني استخراج هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې دوی ته هم په کې برخه ورکړل شي.
هېره دې نه وي، چې کرومايټ ډبرې یو ډول منرال دی، چې د حرارت د اور وژنې په لباسونو، اسپریو، د فولادو لیاژو، په نه سوځېدونکو توکو، د شکر ناروغۍ د کنټرول انسولینو، د فضایی سپوږمکیو، توغونکو قورو، د وسلو په تخنیک، د اوسپنې زنګ ضد او نورو مهمو برخو کې کارول کېږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *