سیاسیمقالات

د سیداو تړون او د فلسطیني ښځو بندیانول!!

 

مسیحي روحانیونو چې په دین کې غُلو یعنی له حده وتل پيل کړل، آن تر دې چې د جنت ټکټونه یې هم خرڅول، نو یوه ډله وګړي راپيدا شول او د دوی د زیاتو واکونو پر ضد یې مبارزه شروع کړه او دا یې وویل چې: دین او دولت سره جلا دي، مسیحي راهب دې د کلیسا کار کوي او دولتي چارې دې نورو خلکو ته خوشې کړي، دا غورځنګ پياوړی شو او د سیکولریزم (علمانیت) نوم یې غوره کړ. (دا دعوی، شعار او هدف) یې اسلامي نړۍ ته راولېږداوه، چې هلته هم ستر ستر سیکولرستان (علمانیان) پيدا شول.

د اسلامي نړۍ واکمنو هم د سیکولریزم بابولالې پيل کړې، چې لاتراوسه یې غږوي او د دې له پاره کار کوي، څو دین او دولت سره جلا کړي، د دواړو ترمنځ بېلتون راولي، زمونږ په ټاټوبي کې یې عملاً شل کاله خواري وکړه، خو د احکم الحاکمین رب جل جلاله کارونه بل شان وي، د چا په عقل او ذهن کې هم نه راځي.                                (الحمدلله) دین او دولت دواړه د علماوو او هغو ته د منسوبو خلکو لاس ته ولوېدل،چې اوس یې ټولې چارې هم په ډېره غوره طریقه روانې کړې دي.

علمانیانو (سیکولرستانو) چې خپل افکار تر یوه حده پلي کړل، نو د انسانانو د ښه زیات بېلاري کولو له پاره یې یو بل ګام واخیست، د الله عزوجل قانون یې نیمګړی وباله او په ۱۹۷۹ز یې داسې تړون لاسلیک کړ چې په هغه کې یې د ښځې او سړي ترمنځ په توپير او تبعیض ختمولو ټينګار کاوه. نوموړی تړون هغه تړون دی چې ۱۹۷۹ز کې جوړ، ورپسې یې په ۱۹۸۰ ز کال په کوپنهاګن خبرې پرې وشوې او په ۱۹۸۱ز کې جاري او پلي شو. دا تړون [۳۰] مادې لري. (چې ټولې مسلمانو علماوو نقد کړې دي) د دې تړون فعالین وايي چې :انسانان ازاد زیږیدلي، ورته په کار دی له ټولو حقونو څخه ګټه پورته کړي(یعني لکه څاروي) د نر او ښځې ترمنځ توپير او تبعیض نه وي، نو بناءً په دولتونو باندې دا لازم دي چې په یاد تړون کلک ودریږي او عمل پرې وکړي.

د سیداو [CEDAW] په تړون کې یې کښلي چې نر او ښځه به په اقتصادي، اجتماعي، سیاسي، کلتوري او نورو ټولو حقوقو کې یو شان وي، د دوی ترمنځ به تبعیض او توپير ختم وي. ولې د دې تړون او موافقتنامې مبارزینو د ټولو نړیوالو [ولسونو او قومونو] ارزښتونو (دیني او ملي) ، نه دې لوستلي چې ټول د شیطان دا تړون نه مني که نه، ډېر داسې قومونه شته، مسلمانان نه دي، خو هغوی د کورنۍ قائل دي یعنی په هغو کې دا عقیده شته چې ښځې د کورونو کارونه کوي او سړي د بهر کارونه کوي، ښځې یې د څارويو غوندې لوڅې لغړې نه ګرځي، بلکې په جامو کې پټې او مستورې وي، دوی د انساني طبیعت مطابق ژوند کوي. اما د لویدیځوالو او نورو بدکارو  کفارو په څېر نه وي.

د سیداو تړون نارینه وو او ښځينه وو ته یو شان حقوق ورکوي، خو د دې تړون فعالان او عاشقان په خپله دا نقض کوي او ماتوي. د امریکا په اوږده تاریخ کې هم کله ښځه د ولسمشرۍ په څوکۍ نه ده ځلېدلې، د بل کلینټن ښځه هیلري کلینټن ولسمشریزو ټولټاکنو کې د بارک اوباما مقابلې ته راووتله، نوموړي له انتخاباتو منصرفه او په خارجه وزارت راضي کړه. او په صورت عموم سره په هغو ملکونو کې چې په دې تړون او ډيموکراسي باور لري، د هغوی په کابینو کې هیڅکله په مساوات او برابرښت سره نه دې، ښځو ته یې ۵۰ سلنه څوکۍ نه دي ورکړې، بلکې په ډېره کمه سلنه یې راضي کړې دي.

دا څو کرښې مې د دې تړون د فعالانو په اړه وکښلې، چې لومړی دوی دا مات کړی دی. یوازې مسلمانانو ته د دې تلقین کوي، چې د هغوی ناپوه اشخاص او له اسلامه ناخبره کسان د دې پلي کېدل غواړي. او په دې نه پوهیږي چې ولسونه ځانته ځانته دیني او ملي ارزښتونه لري. په تېرو شلو کلونو کې یې په دې تړون (CEDAW) سره ډېر وګړي بېلارې کړل.

د دې تړون مطابق ټولې مېرمنې د حریت او ازادۍ حق لري، ولې یهودیانو او صهیونیستانو دا مات کړی دی او ۲۴۰ مېرمنې یې په بندیخانو کې ساتلې دي، ۲۰ عربي هېوادونو او په لسګونو اسلامي ملکونو په دې تړون لاسلیکونه هم کړی او د یادونې وړ دی چې فلسطین (د یاسر عرفات فلسطین) امضاء پرې کړې خو د رسنیو مطابق، ۲ ماشومانې، ۲۴ مورانې، ۱۲ اداره کوونکې، ۱۲ زده کوونکې، ۲ زخمیانې، ۱۱ ناروغه او نورې ډېرې چې مطبوعات د هغوی په هویت پېژندلو نه دي برلاسي شوي. دا ښځې په داسې حال کې بندیانې شوې، چې وسله هم نه شته ورسره. تش لاس په بندیخانو کې وخت تېروي، هلته هم ارامې او هوسا نه وي، د صهیونیستانو له وحشت او ظلم لاندې ژوند کوي، خو د یهودیانو او د هغوی د ملاتړو د ډار له امله څوک د دوی د خلاصون غږ نه پورته کوي. له عربو واکمنانو څخه خو عربیت تللی، په هغه هم نه ودرېږي. او اسلام او اسلامیت یې په څو نبوي ص سنتونو کولو کې راخلاصه کړي دي!!!

فلسطین د مسلمانانو دی، باید یهود له دې وشړل شي، ټولې مسلمانې خویندې د صهیونیستانو له بنده خلاصې شي، د سیداو تړون ټولې مادې پلي شي؛ ځکه فلسطین هم په دې لاسلیک کړی دی.

د (CEDNW)) تړون د اسلام له مخې ناجائز دی، دلته، ځکه د ښځینه و حقوق په چوکاټ کې ور کړل شوي دي. دا هغو مبارزینو ته وریاده شوې چې تاسو داسې یو تړون هم لرئ، په هغه باندې عمل وکړئ او د ښځينه بندیانو دخلاصون لپاره راجګ شئ، غزې او نورو سیمو ته خوراکي توکي او نور مواد ورپرې ږدئ. اودا هم په دې تړون کې شته. په دې تړون باندې ایرئیلو هم لاسلیک کړی.د سیداو او د فلسطینۍ ښځو بندیانول.

لیکنه: محمدعلي عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *