اسلامیمقالات

روژه د رحمتونو او ګناهونو د بخښنې میاشت

له حضرت سلمان فارسي (رض) څخه روايت دى چې حضرت رسول الله (ص) دشعبان مياشتې په وروستۍ ورځ چې سبا ته يې روژه وه وفرمايل : اى خلكو په تحقيق سره د روژې مباركه مياشت راغله، په دې مياشت كې يوه شپه ده چې په دغې شپه كې عبادت كول دنورو مياشتو له عباداتو څخه غوره دی، نو پاك الله (ج) په همدغې مياشت كې روژه فرض كړې ده ، په دې مياشت كې كه څوك يوفرض اداكړي د نورومیاشتو د اويا فرض عملونو په اندازه اجر او ثواب لري، دا مياشت د صبر مياشت ده او دصبر بدله جنت دى. يعنې هرڅه موجود دي، خو دپاك خداى (ج) دحكم پرځاى كولو لپاره له هغو څخه استفاده كولى نه شو، دروژې مياشت دخواخوږۍ مياشت هم ده او په دې مياشت كې په يقين سره د هر مؤمن رزق او روزي زياتېږي، نو كه ديو روژه لرونكي د روژه ماتې خواړه برابر كړي او وريې كړي، نوګناه به يې معاف شي او د دوزخ له عذاب څخه به دهغه د ژغورنې سبب شي او د روژه لرونكي د روژې د اجر او ثواب په اندازه به پاك خداى (ج) دې شخص ته هم اجر او ثواب وركړي، له دې پرته چې د روژه لرونكي له اجر اوثواب څخه څه كم شي، پر دې بنسټ د روژې مباركه مياشت د رحمتونو او دګناهونو دبخښنې او جنت ته د داخلېدو مياشت ده، نو هر مؤمن مسلمان ته ښايي چې په دې مباركه مياشت كې په رښتينې توګه دپاك خداى (ج) عبادت په بې ساري ډول ادا كړي.

هېره دې نه وي چې روژه دنفس پاكوالى دى د نظر دخاوندانو په باور اقتصادي، ټولنيزې، روغتيايي او نورې ګټې هم لري چې په لاندې توګه ترېنه يادونه كولى شو:

اقتصادي ګټې: روژه ددې ترڅنګ چې د الله (ج) يوځانګړى عبادت دى، د روژه لرونكي لپاره اقتصادي ګټه هم لري، او ددې لارښوونه كوي چې بايد سپما وكړي او تل په مړه ګيډه ونه ګرځي، ددې پرځاى چې په ۲۴ ساعتونو كې درې يا څلور ځلي خواړه وخوري، كولاى شي يوځل او يا دوه ځلې په متوسطه توګه له خوړو څخه ګټه واخلې. په دې ترتیب روژه لرونكي كولاى شي خپل ۲۴ ساعته دخوړو لګښت (پنځه دېرش) سلنې ته راكم كړي، هغه سپما شوي خواړه چې روژه يې د روژه لرونكي له ګيډې څخه سپموي كه روژه لرونكي له بيوزلې طبقې څخه وي كولاى شي دهغه دمعيشت معيار په دې وجه بهتر كړي چې دهغه د يوې ورځې دخوړو مصارف د روژې په بركت د درېو ورځو لپاره كفايت كولاى شي او كه روژه لرونكي له شتمنې طبقې څخه وې هم د روژې له بركته يې دسپما پروګرام د مساكينو او دهغو په څنګ كې د اوسېدونكو ګاونډيو او بېوزلو پر اقتصادي حالت مثبت اثرلرلې شی. په دې ترتیب هغه خواړه چې د روژه لرونکي له خوراك څخه سپمول كېږي كولاى شي، ددې پرځاى چې خراب شي، پرنږدې ګاونډيو مساكينو يې ووشيي.

ټولنيزې (اجتماعي) ګټې :

همدا راز روژه هرمسلمان ته د شتمنۍ قدر ور پېژني. د الله تعالى جل جلاله بې شماره نعمتونه چې د انسان ډېر لږ پام ورته كېږي، خو روژه يې ورته متوجه كوي چې دهمدغو نعمتونو شكر اداء كړي ، روژه امير او فقير، پادشاه او ګدا او دټولنې ټول طبقات په مساوي شكل ديوه او بل په څنګ كې دروي، روژه مسلمانانو ته دلوږې تكليف ور پيژني او تږي مسلمان ته د اوبو اهميت ورپيژني، روژه  سرمايه داران اوبډايان په دې پوهوي چې دټولنې بی وزله وګړیچې دوسايلو له كمښت سره ټول ژوند لاس او ګريوان وي، څرنګه د لوږې له هغه مشكل سره ټول ژوند ډغرې وهي كوم چې هغه يې د يوې ورځې لپاره دتحمل توان هم نه لري، ځكه خو الله تعالى جل جلاله يې دفرضيت اصلي او اساسي مقصد داښودلى دى چې مسلمانان دتقوا خاوندان جوړ شي.

طب داثابته كړې چې روژه معده هوساكوي اودهاضمې سيستم منظم اوفعالوي اود روژه لرونكي بدن له اضافي وازدو څخه خلاصوي، خو داهغه وخت چې روژه لرونكي د روژه ماتي اداب په پام كې ونيسي. يو څو دانې خرماوې او اوبه په روژه ماتي كې وخوري اوكوم خوراك كې داعتدال لاره غوره كړي. په يوحديث شريف كې راغلي دي: ژباړه: له ابوهريره (رض) څخه روايت دى، چې رسوال الله (ص) وفرمايل : روژې ونيسئ چې صحت او روغتيا ومومئ. روژه نيول دهغه چالپاره چې دخوږې (شكرې) په ناروغۍ اخته وي طلايي چانس دى چې د روژه لرونكي شكر راكښته كړي، په دې اساس دپانقراس غدې ته دښې هوساينې وخت وركوي، پانقراس دبدن هغه غړى دى چې (انسولين) توليدوي، نو كه چېري خواړه له توليد شويو انسولينو زيات وخوړل شي، دپانقراس غده له ستومانۍ سره مخامخ كېږي او نه شي كولاى خپله دنده سمه سرته ورسوي، نو د(شكرې) ناروغۍ منځته راځي.

بنآ قدرمنو هېوادوالو او مؤمنو او مسلمانانو وروڼو! كوښښ وكړئ چې د روژې په مباركه مياشت كې دپاك خداى (ج) عبادت وكړئ، په سمه طريقه روژه ونيسئ ترهغو چې درښتينو مسلمانانو په كتار كې حساب شي اودرب العزت په دربار كې ستاسو هرډول دعاګانې مستجاب اوهم مو د رښتينى عبادت ترڅنګ روغتيا خوندي شي.

شاه محمود درویش

 

 

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *