گزارش

په نورستان کې د غر ښویېدنې له امله د شهیدانو شمېر۱۸ ته لوړ شوی

د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولین وايي چې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله د شهیدانو شمېر۱۸ ته لوړ شوی دی.

 

د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي ریاست مسوولین وايي چې د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د غره ښویېدنې له امله د شهیدانو شمېر۱۸ ته لوړ شوی دی.

د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتوالي رییس قاري خیرمحمد غازي د باخترآژانس خبریال ته وویل:« د خلکو او امنیتي مسوولینو په مرسته تراوسه ۱۸ شهیدان او ۲ ټپیان راویستلي او لا هم ترتیږو لاندې د نورو بند پاتې شویو خلکو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي».

له بلې خوا د نورستان د نورګرام ولسوال او د سیمې خلک د لغمان والي او ورغلو مسوولینو څخه مننه وکړه چې پروخت یې له دوی سره همکاري او ملتیا کړې.

د یادونې وړده، چې د یاد غره ښويېدنې له امله په یاده سیمه کې د لغمان د فراجغان درې ۳ تنه اوسېدونکي هم شهیدان او یو بل ټپي شوی دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *