اخبارافغانستان

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی او هوټل دارۍ انسټیټیوټ پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټوټ دروازې بیاځلي د یاد وزارت د سرپرست او یو شمېر نورو مسوولینو په شتون کې د پټۍ په پرې کولو سره د محصلینو پر مخ پرانیستل شوې.

د یاد وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د دغه انسټیټیوټ د بیا پرانیستل کېدو پرمهال وویل چې په افغانستان کې تر کلونو جګړو او نا امنيو وروسته د يوه قوي مرکزي حکومت تر قيادت لاندې بشپړ او ډاډمن امنيت رامنځته شوی او هېواد ته د ګرځندويانو د راتګ ښه زمينه برابره شوې ده.  خیرخواه زیاته کړه، چې د ګرځندوي او هوټلدارۍ انسټیټیوټ بيا فعاله کول د ګرځندوی صنعت ودې او د سیلانیانو ښه کوربه توب ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمنتيا په ډاګه کوي.

د یاد وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې د ګرځندوی صنعت ودې ته د اسلامي امارت ژمنتيا او د افغان ولس د مېلمه پالنې دود به ګڼ شمېر بهرني سيلانيان هېواد ته را جلب کړي.

نوموړي زیاته کړه هغوی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره نړيوالو ته افغانستان ناامنه او خطرناک معرفي کوي، خپلو شومو موخو ته به ونه رسېږي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري معين مولوي سعدالدین سعيد په یادو مراسمو کې وویل چې د ګرځندوی صنعت وده او پراختيا او افغانستان ته د بهرنيو سیلانیانو راتګ کولای شي چې نړۍ ته د افغانستان د واقعي انځور په وړاندې کولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

په همدې حال کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې رئيس حافظ عزيزالرحمن وویل چې افغانستان د منځنۍ او سويلي اسيا ترمنځ د مهم ستراتيژيک موقعيت، دنګو غرونو، طبيعي منظرو، تاريخي سيمو او ښکلې هوا په درلودلو سره د ګرځندويانو لپاره غوره او مناسب ځای دی او اسلامي امارت هېواد ته د ګرځندويانو د را جلبولو په موخه ګړندۍ هڅې پيل کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د ګرځندوی او هوټلدارۍ انسټیټیوټ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معینیت په اډانه کې په ۱۳۹۱ لمریز کال کې رامنځته شوی او دمګړۍ ورته ۱۰۰ تنه محصلین د ګرځندویي او هوټلدارۍ په اړوندو برخو کې د زده کړو په موخه جذب شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *