اجتماعیمقالات

نوی کال؛ څه بايد وکړو؟

د ژوند د کتاب يو بل فصل هم تمام شو، په تېر فصل کې موږ ته ډېر درسونه وو، خو کم مو ترې زده کړل، يا مو هیڅ ترې زده نه کړل، د خپل عمر له ماضي مو داسې اټکل کېږي چې ښايي تازه پيل شوی فصل هم داسې تمام شي چې نه به يې په دقيق ډول مطالعه کړو او نه به يې درسونه ياد کړو خو که بيدار شو ممکنه ده چې د خپل ژوند مړاوې پاڼه بيا زرغونه کړو.

موږ هر وخت له حالاتو او شرايطو سر ټکوو، چې زمينه نه ده برابره شوې، شرايط برابر نه دي او د خپلې تنبلۍ او بې پروايۍ لپاره لسګونه دلايل وړاندې کوو، مګر زموږ د ټولنې ډېره کمه برخه يې بيا په همدې په اصطلاح سختو شرایطو کې همت کړی وي، ستونزې يې ګاللي وي، وخت نه يې سالمه ګټه پورته کړې وي او بالاخره خپل هدف ته رسېدلي وي.

افغانان له تاريخه ډېر باهمته او پياوړي خلک دي، مګر په اوسنۍ زمانه کې عبثياتو، د خواله رسنیو بې ځايه بوختياوو او په داسې څه وخت تېرول چې زيانونه لري او ګټې يې بيخي صفر ضرب صفر دي؛ خو زموږ د ټولنې اکثريت او لوستي خلک په کې‌ ښکېل دي.

دا هم د منلو وړ ده چې د افغانستان په څېر هېواد کې به د ځينې فعاليتونو لپاره زمینه نه وي برابره او دا هم ممکنه نه ده چې موږ دې خامخا او ډېر ژر د نړۍ د لومړۍ درجې هېوادونو سره سيال شو، خو داسې هم نه ده چې افغانستان يو مخ داسې حالت کې دی چې خلک دې په کې فعاليت نه کوي او کرار دې کينې، هوښياران وايي چې له څاڅکي څاڅکي نه درياب جوړېږي او په حرکت کې برکت وي.

بل لور ته خواله رسنیو هم زموږ په ژوند او فعالیتونو ډېر منفي اغېز کړی دی، په نوره نړۍ کې دا رسنۍ د پوهې، معلوماتو او نويو تجربو ترلاسه کولو لپاره د يوې وسيلې په توګه کارېږي، مګر بدبختانه زموږ په ټولنه کې بیا برعکس، د وخت د ضايع کېدو، عبث ساعتېرۍ، ټوکو ټکالو، ريشخند او خندوونکو ويډيو ګانو ليدونکي او تعقيبوونکي ډېر دي، خو کله چې يوه فکري، ګټوره او سنجيده موضوع وړاندې کېږي، له هغې نه ډېر خلک سرسري تېږېږي‌، چې دا يوازې د وخت ضايع کول او خپل ځان ته له دوکې ورکولو پرته بل څه نشي کېدای.

همدا راز خواله رسنیو کې ډېر بوختيا خلک د بیسوادۍ لور ته بيايي او يا يې هم پوهه محدوده کړي، د دې په ځای چې د ورځنيو کړو وړو په اړه د يو بل نظر واورو، ښه ده چې د يو علمي کتاب په مطالعې سره د خپلې پوهې ګراف لوړ کړو او په اساسي موضوعاتو ځان پوه کړو.

هغوی چې ښه قلم او استعداد لري او باید چې ټولنې ته د تفصيلي مقالو او کتابونو د ليکلو لپاره قلم وڅرخوي، هغوی هم د فيسبوک او ټوېټر د محدودو پوسټونو په بند کې را ايسار وي او خپله موضوع هسې سرسري ياده کړي، که څه هم خپل زړۀ به يې تر يوه حده سپک شي مګر کوم څه چې ليکوال په خپل ذهن کې لري او څه چې بايد ټولنې ته وړاندې شي هغه هماغسې جامد او په نيمه کې پاتې شي.

د ورځې، اونۍ او مياشتې پيل يو ښه فرصت دی چې ويښ او بيداره خلک کولی شي چې خپل وختونه په ښه توګه او منظم مهالوېش سره سم مديريت کړي او د شپو او ورځو، اونيو او میاشتو له دې ځنځيري تسلسل څخه د يو روښانه راتلونکي او بريالي دنيوي او اخروي ژوند لپاره سالمه استفاده وکړي.

نو همدا يې د پيل ورځ ده.

فضل باري مشفق

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *