
افغانستان
د کندهار په دامان ولسوالۍ کي پر ۲۵۶۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول
کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست تر چتر لاندي، د نړیوال خوراکي پروګرام WFP په مالي مرسته او د HAPA موسسې په همکارۍ د کندهار په دامان ولسوالۍ کي پر ۲۵۶۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول
کندهار د کلیو د بیارغوني او پراختیا ریاست تر چتر لاندي، د نړیوال خوراکي پروګرام WFP په مالي مرسته او د HAPA موسسې په همکارۍ د کندهار په دامان ولسوالۍ کي پر ۲۵۶۳ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چي پرمهال یې د دامان ولسوالۍ او همکارو موسسو مسؤلینو حضور درلود. دامان ولسوالۍ له ۲۵۶۳ اړمنو کورنیو سره په یادو مرستو کي پر هري کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ کیلو دال، ۵ لیټره غوړي، ۱،۵ کیلو د ماشومانو د خوارځواکۍ توکي او ۴،۵ کیلو سوپر سریال ووېشل شول.
وروستیو کي د دامان ولسوالۍ یادو اړمنو کورنیو د افغانستان اسلامي امارت له مشرانو او همکارو موسساتو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي له دوی سره یې د خوراکي توکو مرستي وکړې.