سیاسیمقالات

له هېوادونو سره مشترک‌‌المنافع حسنه اړیکې

په اوسنیو حالاتو کې د نړۍ هېوادونه یو او بل سره نه شلېدونکو، خو د دوه اړخیزو مشترک المنفعه اړیکو ته ډېره اړتیا لري او دا د دې لامل شوې چې ټوله نړۍ د اتصال په یوه منځني کرښه کې راتاو شي او له یو بل سره د نړۍ عرف یا دیپلوماسۍ له لارې تعاملات او اړیکې وساتي.

د هېوادونو د اتباعو تګ، راتګ، د سوداګریزو کالیو او توکو ترانزيټ او نورو رسمي تعاملاتو لپاره بدیهي خبره ده، چې هر هېواد د نړۍ په مطلوبو هېوادونو کې خپلې مستقلې استازولۍ ولري او له دې لارې په هغه هېوادونو کې د خپلو اتباعو، نیازمندیو او ورځني ضرورتونو، غوښتنو او نورو چارو ته رسېدنه وکړي.

مشترک الروابط هېوادونه کوښښ کوي، چې د سوء تفاهم د ګراف کچه صفر ته تقرب وکړي، دیپلوماتیکو سوداګریزو او نورو چارو کې هېڅ راز رکودي حالت رامنځته نشي.

دا حسنه اړیکې لکه څرنګه چې اوس د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سیمې هېوادونو پر وړاندې کومه تګلاره غوره کړې، کولای شي، اقتصادي پیاوړتیا، فرهنګي تبادلې او وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ډېر مثمریت ولري.

کله چې یو هېواد ځواکمن، مرکزي نظام او بهرنۍ مشخصه او مدونه پالیسي ونلري؛ نو د بېلتون پاله کړیو او هېوادونو د تفرقې ښکار ګرځي، لکه زموږ د هېواد کابو د نیمه وروستۍ پېړۍ ګوډاګي نظامونه، چې د معدومې او مجهولې پالیسۍ په درلودلو سره په هېواد کې، مذهبي تقابل، کرکې، سمتي او قومي تعصبات، سیاسي کړکېچ او خپل منځي جګړې دا هغه څه و چې موږ او تاسو په سترګو کتلي او ليدلي دي.

زموږ په هېواد کې د نړۍ او سیمې هېوادونو سیاسي او ديپلوماتيکې استازولۍ موجودې وې او ولسونه یو بل سره په اختصام کې سره ښکېل و.

د نړۍ په کچه ښکېلاک، زبېښاک او د سترو قدرتونو رقابت ډېره مخينه لري او تل یې هڅه کړې چې د نړۍ په کچه ټول‌واک پاتې شي او د نړۍ رهبري او واک په یوازې توګه رهبري کړي، خو دې خيال ته تر دې دمه هېڅ ځواک نه دی رسېدلی، بلکې د قدرت د انحطاط او زوال لامل یې ګرځېدلی دی.

د بېلګې په توګه د نړۍ په کچه د سترو ښکېلاکګرو قدرتونو ښه مثال پخوانی انګرېزي ښکيلاک، شوروي اتحاد او دا یوویشتمې پېړۍ نږدې غربي منحوس بلاک، چې د ناټو په اډانه رامنځته شوی، يادولای شو، دوه لومړنیو ښکېلاکونو خو په نړۍواله کچه ماتې خوړلې او دړې وړې شوي، دا وروستۍ يې هم د ناسمو استکباري سیاستونو له امله د قریب الزوال په مرحلو کې ده، ان‌شاءالله.

په هر صورت راځو اصلي موضوع ته چې له هیوادونو سره د اړیکو باب او د راشه درشې او دیپلوماتیک مراودات، چې اوس يې تر هر وخت او زمان اړتیا زیاته لیدل کېږي.

په اوسنیو شرایطو کې، چې افغانان د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې مېشت دي او په همغو هېوادونو کې افغان استازوليو ته د اسنادو د تبادلې او تصدیق په مورد کې ډېره زیاته اړتیا لیدل کېږي؛ نو اړتيا ده چې په هيوادونو کې د استازوليو فعالیت ته جدي پاملرنه وشي.

سره له دې چې په دې برخه کې، د اسلامي امارت لخوا په کمه موده کې ډېر زيات کار شوی، د سیمې او نړۍ ډېرو هېوادونو کې کونسلي چارو دوام او جریان پیدا کړی، خو بیا هم د هېواد، بیا رغونې، صنعت، سوداګرۍ، اقتصاد، عمومي ظرفیت لوړونې، ترانزیت، دیپلوماتیک روابط، اکاډمیکه برخه، تحصیلاتي بورسیو او نورو لازمي اړتیاوو په برخه کې دوه اړخیزو اړیکو او د هېواد د ارزښتونو په پام کې نیولو سره، اړتیا لیدل کېږي، تر څو د انکشاف او توسعې په لور پیاوړي او محتاطانه ګامونه واخلو، چې نه مو نړۍوالې اړیکې راباندې غالبې شي او نه زموږ ارزښتونه مغلوب شي.

د طرفینو هېوادونو د باور زیاتېدو یوه لاره دا هم ده، چې د هېوادونو د لوړپوړو چارواکو تګ او راتګ زیات شي او د اقتصادي، فرهنګي او اجتماعي چارو په تقویې او حُسن نیت له یو او بل سره نېژدې پاتې شي.

د بېلګې په توګه: فرهنګي ناستې او راشه درشه تقویه شي او رسمي تړونونه دې ولري او د هېوادونو فرهنګي چارواکي او فرهنګي شخصیتونه دي په کې ګډون ولري، د هېوادونو په فرهنګي مشترکاتو او تاریخي مخینې دي خبرې اترې وشي، د اسلامي هېوادونو سره دي د اسلامي دورې په ځلانده دورو سیمینارونه جوړ شي او بیا دي یې په خپلو هېوادونو کې له نورو هېوادوالو سره د علمي بنسټونو له لارې شریکې کړي.

همدا راز د تجارت او سوداګرۍ په برخه کې دې په نړۍوال معيار د تاجرانو او متشبثینو تر منځ د هېوادونو په کچه سیمینارونه او تعاملات وشي او له دې لاري د هېواد اقتصادي پیاوړتیا ته کار وشي.

همداراز له اسلامي هېوادونو سره په علمي او فقهي مسائلو کې علمې طرحې وړاندې شي او د ضرورتونو پر بنسټ دي دوه اړخیز روابط په پام کې ونیول شي.

په ټوله کې باید داسې سعي وشي، تر څو په ټولو مشروعو برخو کې له نړۍوالو سره ښې اړیکې وپالو، د هیوادونو ښه باور او اعتماد لاسته راوړو.

د سیاسي اړیکو د ځواکمنتیا لپاره پورتني يادښتونه خورا مؤثر او مثمر تمامېدای شي.

هېڅ شک نشته که له هېوادونو سره د یادو حسنه اړیکو پر بنسټ او یا نورو مؤثرو لارو چارو غور او فکر وشي او عملي ښه مېکانیزمونه ورته جوړ شي، لرې نه ده چې په سیاسي، ټولنیز او فرهنګي برخو کې به مو لویې لاسته راوړنې درلودلې وي.

اوس په سياسي چارو کې د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره ښه په دیپلوماتیک عُرف تعامل کېږي، خو داخلي، اجتماعي، فرهنګي، علمي، اقتصادي او نورو ضروري برخو کې هم ډېر او جدي کار ته اړتیا لیدل کېږي.

مثلاً! اوس موږ په افغانستان کې د روغتيا په برخه کې ډېره زیاته اړتیا لرو، ناروغان مو نورو هېوادونو ته د تداوۍ لپاره ځي او هلته د لویو مصارفو تر څنګ له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي، د درملو څرنګوالی مو ضعیف دی، علمي کچه مو د کیفیت او ظرفیت له لحاظه لکه څرنګه چې ورته اړتیا ده، ټیټه ده او داسې نورې برخې.

نو لازمه او ضروري ده، چې د نړۍ په کچه په علمي، اقتصادي او فرهنګي کچه پر مختللو پیاوړو هېوادونو سره په اسلامي او نړۍوالو معيارونو برابر هوکړه لیکونه وشي.

افغانستان او افغانانو په دې وروستیو لسیزو کې زیات کړاوونه لیدلي، په اقتصادي، علمي، فرهنګي برخو کې ډېر ځپل شوی دي، د یوې لسیزې ورانیو ته دوه لسیزې وخت او اقتصاد ضرورت دی، موږ باید دا مضاعف واټن په نیمه لسيزه کې طی کړو او د کار فکتور مضاعف کړو، چې د بیارغونې تناسب معادله مو توازن ومومي.

نن او سبا چې د اسلامي نظام د مشرتابه هوډ، مینه، عمل، قاطعیت او اخلاص وینم، نو خيالي نقچه مې د يقين چوکات ته نږدې شي.

د همدې خيال او يقين د تطابُق او تعانُق په هیله!

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن