اجتماعیمقالات

د البیروني سيمينار؛ غزني د پوهانو او اولیاوو ښار(ادبي راپورتاژ)

 

د کب په ۱۶مه سهار کابل نندارې ته مخامخ هوټل ته د سیمینار ګډونوال کرار کرار را رسېدل او پروګرام په ۱۰:۱۰ بجو پيل شو. د بېلابېلو پوهنتونونو استادان، د علومو اکاډمي علمي غړي، د ازبیکستان او پاکستان فرهنګي آتشې او لسګونه نور فرهنګيان «د اسلامي تمدن او فرهنګ په وده کې د ابو ریحان البیروني علمي مقام» سيمینار ګډونوال ول. انانسر، محمد یاسین فضيلي ته د کلام الله مجيدد څو آیتونو لوستلو بلنه ورکړه او غونډه د هغه په خوږ اواز سره پیل شوه. د خلکو فرهنګ رئیس حافظ محمدي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د سیمینار د جوړېدو پر مخکينيو چارو يې رڼا واچوله، ویې ویل، سیمینار د اجرایي او علمي کميسيونونو د ګډو کوښښونو په پایله کې جوړ شو چې یوه ورځ په کابل او بله ورځ به په غزني کې وي. د سیمینار علمي راپور څېړنوال نظامي وړاندې کړ، ویې ویل چې له ۵۵ عنوانه مقالو څخه ۳۳ يې د لوستلو او چاپولو وړ وې چې له نېکه‌مرغه ټولې مقالې په «فرهنګ» مهالنۍ کې چاپ او ستاسو لاسونو به ښکل کړي.

د سیمینار لپاره د رئیس الوزراء پيغام د چارو ادارې د دعوت او ارشاد رئیس شيخ بسم الله واوراوه او بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتیق الله عزيزي خبرې وکړې، ویې ويل: البیروني د امت ځلانده ستوری دی او ټوله نړۍ يې له رڼايي څخه برخمنه شوې ده. د ده له آثارو استفاده نړیواله ده، موږ بايد په خپلو مشاهيرو وویاړو، اوسني نسل ته يې ور وپېژنو، ځکه زموږ اکثریت ځوانان د وطن له مفاخرو ناخبره دي. بايد چې خپل فرهنګ له مزخرفاتو لرې وساتو. عزيزي تر مقدماتي خبرو وروسته خپل لیکلی پيغام ولوست چې په کې راغلي و: د البیروني له سیمینار څخه درې پيغامونه لاسته راځي: اهل هنر او محققين دې علمي پديدې کشف کړي؛ اوسنی نسل دې له البیروني او البيرونيانو تقلید وکړي او موږ ټولو ته یې پيغام دا دی چې د خپلو اولادونو په روزنه کې پوره هڅه او هاند وکړو ترڅو لسګونه البیرونيان پیدا شي.

د کابل پوهنتون پيغام پوهنمل محمد حسین احمدزي، د علومو اکاډمي پيغام عبدالکريم ادیب او د پوهنې وزارت پيغام د دغه وزارت د څارنې او ارزونې رئیس غلام ربي رباني ولوست.

غونډه د افغان فلم له خوا د البیروني پر ژوند جوړ شوي مستند فلم نندارې خوندوره کړه. په همدې ترڅ کې «فرهنګ» مهالنۍ هم وېشل کېده او ورسره د چای او کېک بندوست روان و.

د سیمینار علمي ناستې ته ټول ګډونوال منتظر ول چې انانسر د ناستې رئیسه هیأت اعلان کړ:

پوهاند حصاريان د ناستې رئیس، مولوي سیف الرحمن محمدي مرستیال او اکاډمیسین دکتور سید محی الدين هاشمي منشي. د لومړۍ مقالې د لوستلو لپاره پوهاند دکتور عبدالقيوم قويم ته وخت ورکړل شو، د مقالې لوستلو پرمهال يې وویل چې د ده یوه ډيپلوماټ ټولګيوال ورته ویلي چې البیروني په يونسکو کې د تاريخي میراثونو په لړ کې ثبت شوی دی. متعاقباً څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ د مقالې لوستلو لپاره راوبلل شو، ويې ویل چې البیروني ۳۴ رشتې احاطه کړې وې او د هغو له ډلې د ۱۰ هغو مؤسس بلل کېږي. د ده په کتاب الهند اثر چې له نن څخه نږدې زر کاله مخکې کښل شوی، د «افغان» او «افغانستان» نومونه ياد شوي چې ترې ښکاري چې دغه دواړه نومونه نوي نه، بلکې له زرو کلونو ډېره سابقه لري. البیروني له دغو نومونو سره د سانسکريت ژبې او آثارو له لارې اشنا شوی و. البیروني دا رد کړې چې پښتانه بني اسرائيل دي، هغوی يې آریایان بللي دي.

څېړنپوه محمد نبي صلاحي، پروفيسور دکتور فضل الرحمن فقيهي هروي، عبدالمالک همت هم په وار سره خپلې مقالې پر ګډونوالو ولورولې. دا چې وخت کم و، د نورو مقالو له ویلو څخه معذرت وغوښتل شو او ناسته ازاد بحث ته ځانګړې شوه. یوه ګډونوال پوښتنه وکړه چې په ځينو مقالو کې «البیروني» او ځينو کې «بیروني» ياد شو، کوم یو یې سم دی؟ دکتور ځدراڼ يې په ځواب کې وویل: نوموړی په بیروني نومي ځای کې زېږېدلی، نو په همدې خاطر ورته «بیروني» ویل کېږي، خو دا چې د هغه له یوه پرته نور ټول ۱۹۴ آثار په عربي دي او هغه وخت عربي ژبه ډېره دود وه، نو د دې ژبې د قاعدې پربنسټ ورته «البیروني» ویل کېږي. ښاغلي ادیب وویل، البیروني ډېرې غوره ويناوې لري، کاشکې هغه د يوې مقالې په توګه راټولې او دلته اورول شوې وای. د البيروني ځينې غوره ويناوې دا دي:

د پاچاهانو زيات خطر په مجازاتو کې په غچ او انتقال بنا وي.

احسان بارونه د محسن نېکي له منځه وړي.

عقلمن هغه څوک دی چې د نن ورځې په تدبیر سره د سبا ورځې له تدبیره ځان بېغمه کوي.

څېړندوی وجيه الله ظهیر د ښاغلي همت د مقالې په عنوان (د غزنوي ارسطو ابو ریحان البيروني علم او شخصيت) کې د ارسطو له لفظ سره مخالفت وښود چې په کې د البیروني درجه له ارسطو ټيټه ګڼل شوې ده، خو همت يې په ځواب کې وویل چې نه! هدف ترې دا دی، لکه څنګه چې ارسطو د خپل وخت پياوړی شخص و، البیروني هم د خپل وخت پياوړی عالم و. په کندهار کې د علامه حبيبي کتابتون مسؤول نور احمد قرآنمل پوښتنه وکړه چې د پوهاند قويم له مقالې معلومېده چې البیروني د ارسطو همفکره دی او ارسطو پر وحدة الوجود باوري و، خو د څېړنوال مرتضی شېرزوی له مقالې ښکارېده چې البیروني وحدت الشهودي و، دا دواړه څنګه سره تطبيقېدای شي؟ د هيأت رئیسې منشي څېړنوال دکتور عبدالاحد منګل قرآنمل ته په خطاب کې وویل چې پر دې موضوع تر تاسو بل څوک ښايي پوه نه شي! یوه بل ګډونوال وپوښتل چې محمود غزنوي او یا البیروني ته ولې چا داسې مشوره ورنه کړه چې هند کې تر فتوحاتو وروسته هملته پاتې شي، ترڅو ورسره په دې لویه خاوره کې اسلام خپور شوی وای. د هغه په ځواب کې ځدراڼ صیب وویل چې البیروني په هند کې د پاتې کېدو نیت نه درلود، يواځې علمي سفر يې هدف و.

دغه علمي ناسته د ماسپښين په یوه نیمه بجه پای ته ورسېده چې ورسره ټولو ته د غرمنۍ لپاره بلنه ورکړل شوه. د ماسپښین تر لمانځه وروسته د هوټل په صحن کې غزني ته د سفر لپاره یو لوی موټر او څو نور واړه موټر ولاړ ول. هغو لیکوالو چې مقالې يې درلودې او هم ځينو نورو ګډونوالو د غزني په لور درې بجې حرکت وکړ. له کابله په وتلو او ميدان وردګو ته په رسېدو سره مو د مازيګر لمونځ د دشت ټوپ په نوي او ښکلي جوړ شوي «الفتح» جومات کې وکړ. د دې جومات په لیدو ټول خوښ شول چې د نورو اسانتياوو ترڅنګ په هماغه سړه هوا کې د اودس کولو لپاره د ګرمو اوبو بندوبست هم په کې و. د ماښام او ماخوستن لمونځونه مو هم په بېلابېلو ځایونو کې وکړل او کابو اته بجې غزني ښار ته ورسېدو. مېلمانه ټول «اورانوس» هوټل کې چې نسبتاً عصري او مجهز و، ځای پر ځای او د ماخوستن ډوډۍ تر خوړلو او چای څښلو وروسته، هر یو خپلو خپلو خونو ته لاړل.

د سیمینار دوهمه ورځ

د سهار ۷:۳۰ بجې وې چې د هوټل شاګرد هرې خونې ته احوال ورکړ چې لاندې صالون کې چای تیار دی. د چای تر څښلو وروسته موږ څو تنو استادانو وپتېېله چې کېدای شي وروسته وخت پیدا نه شي، راځئ د مزمل هوتک په ملتيا چې په ښار کې یو څه وګرځو. بیا مو په ۹:۳۰ بجو د سیمینار د جوړېدو ځای (شهر طلايي هوټل) ته حرکت وکړ، پر مېلمنو برسېره د غزني د بېلا بېلو قشرونو شخصیتونه راغلي وو، د غزني پوهنتون استاد نقیب الله خاني‌خېل چې وليدو، په خندنۍ لهجه يې وویل: لکه چې چا درته ښېرا کړې چې په دې ساړه ژمي کې غزني ته راغلي يئ!

د سیمینار د دوهمې ورځې ناسته په ۱۰:۲۱ بجو د خالد تقي په ملکوتي غږ پيل شوه. د لومړۍ ورځې او دوهمې ورځې پر خوږو او مجودو تلاوتونو د زړه له تله ځکه خوشحاله شوم چې په هېواد کې ماشاءالله خواږه حنجره لرونکي قاریان لرو.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي حميدالله نثار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د خلکو فرهنګ رئیس مولوي محمدي وویل، وزارت هوډ لري د هېواد په کچه د نامتو دانشمندانو ستاینه او نمانځنه وکړي. د غزني اوسېدونکي انجنیر غلام محمد ضیاء روان د غزني د خلکو پيشنهادونه مطرح کړل چې د البيروني مقبره دې په تاريخي ډيزاين سره ورغول شي، د البيروني پېژندنې څېړنيز مرکز دې جوړ شي او هم د البيروني تر مقبرې سرک دې قير شي. د علومو اکاډمي پيغام څېړنپوه محمد اصف احمدزي ولوست، بیا له بدخشان څخه د سیمینار په تړاو رالېږل شوې قصيده څېړنوال نظامي واوروله:

خوشم به شهر سنایی که ګشته ام مهمان   میان مردم دانای اهل این دوران

سلام ګرم به اعضای انجمن دارم                          به پیشګاه ادیبان و نکته پردازان

سلام ها و درود پر از محبت و مهر                      ز مردمان بدخشان، کشور افغان….

کنون که یاد ز بیرونی می شود اینجا                     درودها به زمین می رسد از کیوان

ز نام نامیی این برق تاز چرخ فلک                       حدود کشور محمود رفته تا کیهان….

د سیمینار علمي ناسته پيل شوه چې رئیس يې مولوي سیف الرحمن محمدي، لومړی مرستیال د اکاډمي غړی څېړنوال رحيم الله حریفال، دوهم مرستیال د غزني پوهنتون استاد پوهنوال مصطفی صفا او منشي د کابل پوهنتون استاد سید روضت الله مجيد اعلان شول.

په همدې وخت کې د غزني والي حافظ محمد امين عمري را ورسېد چې ورسره انانسر، نوموړی د وینا کولو لپاره دعوت کړ. ده وویل: په تېرو کلونو کې د عصري او ديني علومو ترمنځ بهرنیانو توپير راوستی و، د دواړو مسلکونو اړوند کسان يې یو د بل ضد کړي وو؛ قومي شوراګانې د خلکو د بې‌اتفاقۍ او تعصب پاللو لپاره ایجاد شوې وې، خو اوس ټول ولس په یوه ټغر سره راټول دی. په راتلونکو څلورو- پنځو کلونو کې به زموږ وطن په دنيوي اسبابو هم ان شاءالله غني شي. اوس مو اکابر وطنفروشان نه دي او نه هم یوه لوېشت خاوره چاته ورکوي.

د علمي مقالو د ویلو لپاره لومړی څېړندوی نور یاغدي نور ته بلنه ورکړل شوه، ورپسې قرآنمل سټېج ته راوبلل شو، هغه د مقالې له ويلو تېر شو، خو په وينا کې يې پيشنهاد وکړ چې دا موضوع دې راتلونکې کې وڅېړل شي چې البیروني د وحدة الوجود که د وحدة الشهود پيرو و. څېړنپوه عبدالجبار عابد، اظهار الحق هميم، عطاءالله ذاکري د خپلو مقالو نچوړ پر ګډونوالو ولوراوه. په همدې ترڅ کې د پرېکړه‌ليک مسودې د ترتیبولو کمیسیون (مولوي محبي، څېړندوی فضل الرحمن عليزی، څېړنوال متين مؤنس، څېړنوال امان رسولي، نقیب الله خاني‌خېل او ضیاء روان) اعلان شو چې ځانګړي ځای ته تشريف یوسي او قطعنامه دې ترتیب کړي.

د مقالو په منځ منځ کې استاد صفا او استاد مجيد په زړه‌پورې علمي تبصرې کولې. صفا وویل: د البيروني له مطالعې څرګنديږي چې نظامونو دانشمندان ساتلي او پاللي، لکه غزنويانو چې دا کار وکړ، پوهانو په دې سره هغوی تلپاتې وګرځول. مجيد وویل: د سیمینار پيغام دا دی چې څنګه خپل اصل ته ور وګرځو، تر هغه چې خپلو اسلافو او لویانو ته مراجعه ونه کړو، پرمختګ او ترقي کول به سخته وي.

د دغه سیمینار ښېګڼه دا وه چې ازاد بحث ته وخت ورکول کېده. څېړنوال حکيمزاد وویل چې د سقراط او البيروني یو شان بلل به مناسبه نه وي، ځکه البیروني یو مسلمان عالم او دانشمند و. د غزني یوه اوسېدونکي وپوښتل چې البیروني د کوم مذهب پیرو و؟ په ځواب کې يې هميم وویل چې هغه سني او حنفي مذهبه و.

اسدالله نومي ګډونوال پوښتنه وکړه چې البیروني ولې بندي شوی دی؟ او زياته يې کړه، دا چې د سلطان محمود غزنوي له تقليدي علومو سره جوړه وه، نه له تحقیقي علومو سره، نو ښايي همدا يې د زنداني کېدو لامل وي. په ځواب کې يې څېړنپوه عابد وویل: البیروني شپږ کاله په غربي پنجاب کې د محمود له خوا بندي و، ځکه چې البیروني له فلاسفه‌وو، قرامطیانو او شیعه‌ګانو سره رابطې لرلې او د سلطان دا اړیکې نه خوښېدې. د غزني یوه سپين ږيري مخور په دې تړاو وویل: البیروني وړاندوينې کولې، نو ځينو حاسدانو سلطان ته احوال ورکړ چې البیروني غیب وايي، په همدې خاطر يې هغه بندي کړ. استاد مجید وویل: نه یواځې البیروني، ابن سیناء، مسعود سعد سلمان، ابوالحسن ميوندي هم بنديان شوي دي. دا زياتره د سیاسي ملحوظاتو له امله شوي دي.

استاد صفا وویل چې البیروني زحمتکش انسان و، خو اوسنی نسل تمبل دی، هغه مختلفو علومو ته توجه کړې او اوسنۍ نړۍ هم غواړي چې بین‌الرشتوي مطالعات احیاء کړي.

د سیمینار ارزونه څېړنپوه خادم احمد حقیقي وکړه، ويې ویل چې د البیروني فارسي اثر «التفحيم لاوایل صناعة التنجيم» چې البیروني په عربي ژبه هم ژباړلی، بايد وڅېړل شي. دغه راز که د سیمینار په مقالو کې د البیروني د همعصرو پوهانو او د هغو د آثارو په اړه هم مقاله موجوده وای، ښه به وای.

هغه ارزونه په درېيو پړاوونو ووېشله؛ تخنيکي مرحله چې تر سیمینار مخکې اجرائي او علمي کمیسیونونه دي چې د هغوی کوښښونه د ستايلو دي، ځکه له اقليمي ستونزو (د هوا سوړوالي) سره سره تخنيکي ستونزې په سیمینار کې حس نه شوې. علمي مرحله يې دا ده چې ټولې مقالې پر علمي اساساتو لیکل شوي، د سیمینار له عنوان سره همغږي لري، له باوري مأخذونو په کې استفاده شوې او د البیروني ټول احوال په کې څېړل شوی چې په دې اساس سیمینار بریالی دی. پاتې شوه درېيمه مرحله چې هغه د پرېکړه‌ليک د مادو پلي کېدل دي، دا به راتلونکی معلوموي چې څومره عملي کېږي.

حقیقي زياته کړه، په سیمینار کې مستند فلم وړاندې کول  او دوه ناستي په دوو ولایتونو کې ابتکارونه وو، په سيمينار کې د مختلفو ادارو ښکېلتيا او په څو ژبو (پښتو، دري او ترکمني) مقالې وړاندې کول په زړه‌پورې وو. تر سیمینار مخکې د مقالو د مجموعې چاپ سیمینار لا پرتمين کړ.

ده خپله خبره داسې راټوله کړه: البیروني کثیر الابعاد شخصیت و، یواځې وارد عالم نه، متبحر عالم و. په اسلامي نړۍ کې تر یعقوبي، مقدسي، ابن حوقل وروسته څلورم سفرنامه لیکوال دی. تر البیروني مخکيني کارونه ګزارشي و، خو د ده کار تحليلي دی. په نړیواله کچه د البيروني په اړه زر خپلواک آثار او زرګونه مقالې کښل شوي چې په عربي، انګليسي، فارسي او روسي ژبو دي خو د افغانستان ونډه په کې په نشت برابره ده، په داسې حال کې چې البیروني د خپل عمر درې لسيزې همدلته تېرې کړې دي. د البيروني په اړه په افغانستان کې دا دوهم سیمینار دی، تر دې مخکې په ۱۳۵۲ل کال کې سیمینار جوړ شوی و. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې کابو سل مرکزونه، علمي او اکاډميک بنسټونه د البیروني په نوم نومول شوي دي، خو په افغانستان کې په کاپیسا کې د یوه پوهنتون له نوم پرته بل څه نه تر سترګو کېږي. البيروني د څېړنې تقوا لرله او په همدې خاطر د نړۍ کره څېړونکي د ده پر آثارو استناد کوي. هغه تر ډېره ساحوي کار کړی دی.

د سیمینار د پرېکړه‌ليک مسوده د علومو اکاډمي د علمي غړي مولوي نورمحمد محبي له خوا ولوستل شوه چې په کې د البيروني پر قبر د هغه ژوندليک پر تيږه ليکل او کتابتون جوړول، د البیروني آثار راټولول او په ملي ژبو ژباړل، په علومو اکاډمي کې د البيروني پېژندنې انسټيټيوټ ایجادول، درسي نصاب کې د البيروني برجسته کول، ځينې بنسټونه د هغه په نوم کول، د مقبرې په صحن کې د البيروني څېړنیز مرکز جوړول، هغه ساحې چې البيروني په کې ژوند او کار کړی، تشخیصول او د هغه مقبرې ته د غځېدلي سرک قير کول په کې وړانديز شوي وو چې ټولو ګډونوالو تأیید او تصویب کړل.

د سیمینار د دعایې لپاره مولوي حمدالله فاروقي راوغوښتل شو، خو تر دعا مخکې يې وویل چې له سیمینار څخه غرض بايد یواځې شخصیت پېژندنه نه وي، د هغه شخصیت له کارنامو بايد پند واخیستل شي؛ مخاطبينو ته هم وخت ورکړل شي چې آیا له سیمیناره يې څه زده کړل که نه؟ ویناوال دې د مقالې لنډيز ووايي، نه دا چې ټوله مقاله پر ګډونوالو واوروي. د البيروني له آثارو معلوميږي چې ده دین او سیاست یو له بله سره تړلي وو.

د سیمینار له پای ته رسېدو سره سم مېلمانه د غرمنۍ لپاره وبلل شول او د ماسپښین تر لمونځونو کولو وروسته ټول د البيروني مقبرې ته پلي لاړل. هلته یوه لویه د خښتو چاردېوالي وه چې د يوه دېوال څنګ ته دوه عادي قبرونه چې شاوخوا ترې خښتې راتاو شوې وې، موجود ول. دا یو د البیروني و، خو د بل په اړه د سيمې اوسېدونکو ویل چې دا نامعلوم شخص دی. یوه قومي مشر وویل چې دا ساحه مخکې یو باغ و، خو په ۱۳۶۷ل کال جنرال خدایداد (د جمهوريت د وخت د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې وزير) چې هغه وخت د غزني د څوارلسمې فرقې قومندان و، باغ له منځه یووړ او ونې يې ټولې وسوځولې، نه یواځې دا باغ، بلکې شاوخوا باغونه ویجاړ شول. د مولوي محمدي له خوا تلاوت وشو او بیا مولوي محبي البيروني ته د مغفرت او بخښنې دعا وکړه. محمدي اختتاميه خبرو کې له ټولو مننه وکړه او ويې ویل چې البیروني، تنها د غزني نه، د ټولو افغانستان او د اسلامي امت ویاړ دی، هیله ده چې دلته د یوه تحقیقاتي مرکز په ایجاد سره هغه د علومو سرچينه وګرځي.

له مقبرې څخه د راستنېدو پرمهال څېړنوال مولوي رسولي دا بیت راته ووايه:

چې ژوندی ومه ویشتلم دې په کاڼو

اوس مې ولې ښکلوې د قبر کاڼي

محمد اصف احمدزی

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *