اخبارافغانستان

په کابل کې د قرآن کریم او کتابونو نندارتون پرانیستل شو

د اطلاعاتو اوکلتور وزارت اړوند بیهقي کتاب خپرولو ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې د را رسېدو په مناسبت پرون د پلازمېنې کابل ښار د ده افغانانو په سیمه کې د قران کریم او کتابونو نندارتون پرانیستل شو.

 

د یاد وزارت د خپرونو چارو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي د یاد نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هېواد کې د مطالعې کلتور ودې او ناشرانو ملاتړ ته ژمن دی او په دې برخه کې به هڅو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د بیهقي کتاب خپرولو ریاست مشر عبدالعلیم ځانواک مفتي زاده وویل چې د تېر یوه کال په لړ کې د دغه ریاست له لوري د هېواد په کچه دا د کتابونو دوولسم نندارتون دی، چې نن یې پرانیسته وشوه او د روژې مبارکې میاشتې تر ۳ نېټې پورې به دوام وکړي.

یو شمېر کابل ښاریانو، چې له دغه نندارتون څخه یې لیدنه کوله له باختر اطلاعاتي اژانس سره په خبرو کې د یاد نندارتون په پرانستل کېدو خوښي څرګنده کړه او دا یې په هېواد کې د مطالعې کلتور د ودې لپاره مهم ګام وباله.

په همدې حال کې د خصوصي ناشرانو استازي هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دغه اقدام ستاينه وکړه او دا یې کتابونو ته د بازارموندنې ښه فرصت وباله.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ریاست له لوري د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د کابل ښار په اړوند زرنګار پارک کې د ورته نندارتون پرانیسته شوې وه.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *