اجتماعیمقالات

د ډله ييزو ودونوګټې اواغېزمنتيا

د تېروڅلورلسييزو جګړو له امله زموږ ټولنې ته ډېرتاوانونه اړول شوي، ځوانان د کمزوري اقتصادله امله نه شي کولی دوديز ودونه،چې ډېرلګښت غواړي وکړي.همدغه لامل دی،چې ډله ييزوګټه لرونکو ودونو ته يې مخه کړې ده.ډله ييزودونه ځوانانوته دخدمت په موخه د خيريه مرستندويه ټولنو له خواپرلاره اچول کېږي.ځوانان په دغو خيريه ټولنو کې خپل نومونه ثبتوي کله،چې شمېريې لوړشي بيا دخيريه ټولنې په لګښت په هوټلونو کې په ډله ييزډول د ودونو د ترسره کولولګښت مني اوځوانان دشرعي نکاح اومراسمو وروسته د ښځو څښتن کېږي.هغه ځوانانو،چې د همدغو خيريه بنسټونو له لارې ودونو کړي خپل د خوښۍ احساسات څرګندوي.ځيني بياوايي،که چېرې په ډله ييز ډول په ودونو کې زموږ لګښت نه وای منل شوی،موږ به د ودونو څخه،چې خدايي امردی بې برخې پاتې شوي وای.دوصال کوثرکلتوري بنسټ له خواد۲٨ جوړوډله ييز ودونه وشول.دغه مراسم چې کابل کې ترسره شول د کوژدنوکورنيو سربېره پکې دبېلابېلو ولايتونو مذهبي اوفرهنګي څېروهم ګډون کړی و. دوصال کوثرفرهنګي بنسټ مسئول محمدادريس رسولي څرګنده کړې،چې موږ درې موخې لرو،چې دډله ييز واده په بڼه وحدت راوستل دي ،چې په اسلامي اوآسانه طريقه ترسره کېدایشي.نوموړي هيله وښوده، چې دغه شان فرهنګونه دې لاپراختياومومي. رسولي زياته کړې چې داسلامي فرهنګ په عملي کولوسره کولی شو،چې له پردي ناوړو رواجونو څخه مخنيوی وکړو.همداشان د کب په ۸ مه دوه سوه ځوانانو ودونه هم د ۸ زرومېلمنو او د اسلامي امارت د مسئولينو په حضورکې ترسره شول.د دغو خيريه ټولنو په اند دغه دود اسلامي طريقه ده،چې له ډېراوبې ځايه لګښت څخه مخنيوي وشي او ځوانان د ښځو اوژوند څښتن شي.ددغه خيريه بنسټ درپوټ له مخې په دغومراسمو کې ۳ ميليونه افغانۍ لګول شوي دي.که موږ دوديزو ودنو لګښت ته وګورو، ځوانان وروسته له ودونو له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي.ډېرداسې ځوانان لرو،چې د دوديزو ودونو د ترسره کولو لپاره پورونه اخلي؛خو کله،چې دپورورکولو موده راورسېږي د دې وس نه لري،چې خپل پورونه ورکړي.هماغه وي،چې جنجال جوړېږي او د دوستانو ترمنځ تاوتريخوالی منځ ته راځي.سربېره پردې داسې ځوانان هم لرو،چې خپل کورونه او باغونه په دې هيله ګروکوي،چې ګواکې په يوه يا دوه کلونو کې به پور شوې پيسې پيدا کوي او خپل کوراوياباغ به له ګروي څخه خلاصوي؛خوداکار کلونوکلونو ته پاتې کېږي.دغه ځوانان د خپل کورد اړتياوړتوکو په ترلاسه کولو کې هم پاتې راځي دابله ستونزه ده،چې د دوی په ژوند کې رامنځ ته کېږي.نورڅوک نه حاضرېږي،چې دغو ځوانانو ته پورورکړي؛ځکه ټول کليوال پوهېږي،چې نور نه شي کولی د پورپيسې ورکړي.داسې ځوانان هم لرو،چې جلۍ ورته په نامه شوي وي،خو د واده کولووس نه لري،هماغه وي چې مهاجرت ته ملاتړي او له ډېروخطرونو زغملو وروسته پرديو هېوادونوته رسېږي،خوکلونه کلونه وروسته هېوادته راځي.داکارډېرستونزمن دی،چې يوځوان دې له کلونوکلونو کارکولو د واده له پيټي څخه ووتلی شي.همداسې په لسهاوو نورې ستونزې دي،چې د ځوانانو پروړاندې پرتې دي.د اسلام دين هم په ودونو کې ډېرلګښت منع کړی دی.بله ستونزه،چې د ځوانانو پرواړندې پرته ده،هغه د ډېرولور ورکول دي،چې دناوې پلارله کوژدن څخه غواړي.له کوژدن څخه ډېرو پيسو غوښتنه هم په اسلامي نظام او اجتماع کې جوازنه لري.اوس په ډېرو خلکو کې د واده دا زوړ او وروست دود دی،چې فلاني واده ته اووه سوه کسان راغلي وو.لږکسان پيداکېږي،چې اقتصاد يې ښه وي،خوډېرځوانان په ډېرو ستونزو دناوې د پلارله ولور او د هوټلونو دلګښت له پېټي

څخه وتلی شي.د اسلام په دين کې دا ډول ودونه هم جوازنه لري،چې د يوه ځوان پروړاندې دې خنډونه او ستونزې واچول شي.دوديز ودونه،چې ډېرلګښت غواړي ټولنه له اقتصادي اوفرهنګي پرمختګ څخه پاتې کوي.کله،چې ټولنه اقتصادي اوفرهنګي پرمختګ څخه پاتې شي هلته هرومره ډېرې بدمرغۍ اوناخوالې راولاړېږي. همداستونزې دي،چې يوځوان د فساد خواته مخه کوي اوياداچې د مخدرو موادو لمنې ته غورځي.نوراځئ،چې په ګډه سره د ناوړو دودونو د له منځه وړلو لپاره مټې بډوهو او پرې نژدو،چې افغاني ټولنه د دغو ناوړه دودونو ښکارشي.

نوري

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *