اجتماعیمقالات

زېری ورکړئ او مه ناهیلي کېږئ!                

  مسلمان امت له دې زیات مشکلات لیدلي کوم ، چې تاسې د دوی بې اتفاقۍ او کمزورۍ ته ګورۍ د مغولو یرغل وګورئ چې په اسلامي نړۍ یې وکړ، د ځینو واکمنانو دریځونه به له نن څخه ډېر ناوړه ووینئ…

ـــ زېری ورکړئ او مه ناهیلي کېږئ!                              د اندلس تاریخ وګورئ ځکه په هغه کې درسونه او عبرتونه نغښتي.

صلیبي جنګونه ولولئ چې بری چا یووړ؟

د قیامت تر راتلو به په دې امت کې خیر او ښېګڼه پاتې وي.

ـــ زېری ورکړئ او مه ناهیلي کېږئ!

څوک دا مني چې ۷۰ قاضیانو د امام احمد بن حنبل رح د وژل کېدو فتوی ورکړه!!!                    څنګه چې هغوی نوموړی ونوماوه[مبتدع ووایه] او د هغه په اړه یې انګېرنه وکړه!!!                          هغوی څوک ول؟ نومونه یې څه ول؟تاریخ هغوی هېر کړل.                                   او د امام احمد بن حنبل رح  نوم لوړ او روښانه پاتې دی؟

ـــ زېری ورکړی او مه ناهیلي کېږئ!

 د ۱۹مې پېړۍ په شپېتمه لسیزه کې چا د قاهرې په پوهنتون کې حجاب لرونکې پېغله نه پېژندله بس یوازې امینه قطب وه، نن د مصر په پوهنتونونو کې وضعیت څنګه دی ؟                          ـــ زېری ورکړئ او مه ناهیلي کېږئ!

د ۱۹ مې پېړۍ د اویایمې لسیزې په پای کې د المغرب په پوهنتونونو کې چا کومه نجلۍ نه پېژندله بس یوازې یوه جینۍ وه چې حجاب کوونکې وه ، هغه د ټولو د ملنډو او د خندا وه، استاذانو او محصلینو ټولو ورپورې خندل وګورئ نن سبا هلته وضع څنګه ده؟          ـــ زېری ورته ووایاست او له ناهیلۍ ځان وساتۍ!

ستونزې ګالل طبیعي امر دی، همدا شان ازمایښتونه یو سنت دی، ذلت منل، شکایت کول او تسلیمېدل د مسلمان له اخلاقو څخه نه دي، د لویو دعوتګرانو او داعیانو دا تګلاره او کړنلاره نه ده او نه د مصلحینو طریقه او منهج دی.

 ـــ زېری ورته ورکړئ او مه ناهیلي کېږئ!

د مسلمانانو په ډېرو ښارونو د ښکېلاکګرو خېمې ولاړې دي، هغوی په هره طریقه هڅه وکړه څو د دوی دین ور خراب کړي او د خپل نبي علیه السلام  له سنتو یې ایسار او کاږه کړي، خو د الله ج حمد ستاینه ده ، چې دوی(ښکېلاکګر) ناکام شول او هڅې یې له خاورو سره خاورې شوې.

ــــ زېری ورکړئ پر موږ داسې زمانه تېره شوه چې جوماتونه به یوازې له لویانو(زړو بوډاګانو) څخه ډک وو، د ځوانانو لپاره نور ډګرونه وو ، خو اوس  ډېری جوماتونه له ځوانانو ډک وي او لمنځونه کوي.  همدا شان جوماتونه یې د قرآن په حلقو سره ښکلي کړي وي، هلته محاضرې وي، هلته د رمضان په میاشت کې عبادتونه کوي او هلته مسلمانان په نورو نېکو کارونو بوخت وي، سره له دې چې لویدیځواله [تغریب] او سیکولریزم ښه په شور او ځوږ کې دی او شرایط هم د دیندارۍ لپاره ډېر سخت دي.

ـــ زېری ورکړئ او مه ناهیلي کېږئ!

دښمنانو چې زموږ پر خلاف کومې دسیسې جوړولې ، جوړې یې کړې خو زموږ ایمان او دین ته یې زیان ونه رساوه.             هو! موږ کمزوري او بې اتفاقي وینو، څنګه چې زموږ په مخکنیو تېر شوي خو نژدې بری او ژر متحد کېدل زموږ دي(باذن الله).

ـــ زېری ورکړئ او مه نا امېده کېږئ!

دا څوک مني چې مجرمو او مفسدو مغولو په ځمکه کې فساد کاوه ، ولې په مسلمانانو باندې بریالي وو، خو په پای کې په اسلام کې داخلیږي او د مسلمان ملت برخه جوړیږي!

ــــ زېری واورئ او مه ناهیلي کېږئ!

«ان یمسسکم قرح فقد مس القوم قرح مثله و تلک الایام نداولها بین الناس و لیعلم الله الذین امنوا و یتخذ منکم شهداء والله لا یحب الظالمین».           ژباړه:(که تاسو یو ټپ وخوړ نو هغو کسانو هم دا ډول ټپ مخکې وخوړ او دا ورځې موږ د خلکو تر منځ اړوو را اړوو، هدف دا دی چې الله ج مؤمنان معلوم کړي یا له تاسو څخه یو څه کسان شهیدان واخلي او الله ج ظالمان نه خوښوي).

نو د هغه چا لپاره خوښي ده چې الله ج شهادت ور په برخه کړی، په دې لاره کې یا ووژل شي او یا مظلوم شهید شي او یا د الله ج د لارې مجاهد وي، د خلکو په منځ کې یې د اسلام دعوت او خیر خپور کړی وي.

زېری واورئ!

په پای کې څنګه چې ویل شوي:

د نمرود کیسه په ماشي پای ته ورسېده،

د فرعون کیسه په اوبو سره ختمه شوه او

د احزاب په باد سره.

نو په دې ځان مه مشغولوه چې د باطل خبره به الله ج  څنګه ختمه کړي؟

خو دا غم وکړه چې ته به له حقه څنګه دفاع وکړې څو ته هم د هغه اهل، داعي او عسکر شې!

لیکنه: محمدعلي عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *