په ياده ليدنه کې په کابل کې د فرانسویانو روغتون د اصلاحاتو ، د روغتیایي خدمتونو د لګښتونو پر کموالي او په وړیا ډول بې وسه ناروغانو ته د روغتیایي خدماتو وړاندی کولو اړوند خبرې تر سره شوې.
ښاغلي عباد وویل اوس مهال اړتیا ده چې د نوموړي روغتون تفاهم نامه تجدید شي او همدارنګه یې د شارژدافیر څخه وغوښتل تر څو د روغتیا په برخه کې لا زیاتې همکارۍ د افغانانو د روغتیایي وضیعت د ښه کولو په موخه ترسره کړي تر څو ولسونو ته په هغه ټولو برخو کې چې د معياري روغتيايي خدماتو اړتيا ته خدمات برابر شي.