اسلامیمقالات

قصاص او ګټې یې

دا څرګنده ده چې ډېر مطالب، مضامین او عنوانونه په کتابونو کې لوستل کېږي،ولې زموږ په ګران هېواد کې یې بېلګه نه برېښېده، ځکه نظامونو حدود نه عملي کول او قصاص ته خو یې بیخي لاس نه ورنژدې کاوه ، نو ټولنه هم له مجرمینو او فاسدانو ډکه وه، حدود نه وو، سرو کمونیستانو د اسلام توهین کولو، په ورځپاڼو کې یې په لینن درود ووایه، که هغه مهال حدود نافذ وای او مجرمین د خپلو کړو په سزا رسیدلي وای نو نه به کمونیستانو کودتا کوله او نه به افغانستان د اور او باروتو په لمبو کې لمبه کېده، هر څه به په سم او صحیح ډول روان وو.

د افغانستان اسلامي امارت په(۱۵/۸/۲۰۲۲م) له شل کلن بهرني اشغال وروسته واک ته ورسېده او زموږ په هېواد کې قاتلین او د نورو قوانینو ماتوونکي ښه پرېمانه وو ، چې باید محکمې ته را کش شوي وای او هر یو د خپل ناروا عمل په جزا رسول شوی وای!! دا کار وځنډېده( په دې کې به د مشرانو څه حکمت و) تېره اونۍ په غزني کې او بیا په جوزجان کې د قصاص الهي حکم پلی شو، هلته عملي شو چې د اسلامي امارت د دریو واړو محکمو له خوا په بېلابېلو ډولونو سره په خورا دقت وڅېړل شوه او له هغه وروسته د امیر المؤمنین حضور ته وړاندې شوه، له فوق العاده څېړنې وروسته په قاتلینو د قصاص حکم تطبیق شو، کله چې دا حکم په نوموړو اشخاصو باندې عملي شو، د یوناما ادارې او ډېرو اشخاصو د انتقاد ګوتې پورته کړې، یوناما غوښتنه کړې چې: داعدام په سزا کې دې بېړنی ځنډ رامنځته شي.                                   د دې ادارې استازی د اسلامي علومو درس افغانانو ته ورکوي، قصاص الهي حکم دی چې هغه پرې ځنډوي، خو دوی( ملګري ملتونه) نتنیاهو او یواف ګالانت ته نه وایي چې په غزه او نورو فلسطیني سیمو بمبار مه کوئ! هلته واړه معصوم ماشومان وژل کېږي، له هوایي او ځمکني بمباره لاس واخلئ!! بې ګناه مسلمانان(هغه هم ماشومان) چې په نهارو کولمو وژل کېږي خیر دی پروا نه لري ، خو چې په افغانستان کې قاتلان وژل کېږي، هغه قاتلان چې قانون یې مات کړی او په ناحقه یې یو انسان وژلی، یوه کورنۍ او د هغه خپلوان یې د ویر په ټغر کېنولي وي، که هغه په قانوني ډول د خپلو کړیو اعمالو په جزا ورسېږي، بیا د یوناما مشر او نور کسان د انتقاد ګوتې جګې کړي، خو له یوناما او نورو څخه دا پوښتنه په کار ده چې هغوی یې ولې ووژل؟ آیا د قانون له دایرې بهر وژل هم شته؟

آیا قصاص  يوازې په اسلام پورې خاص دی، په نورو قوانینو کې هم شته که نه؟

د جنوبي پښتونخوا یوه ورور ایمل کانسي په ۱۹۹۳م کې د امریکا دوه جاسوسان وژلي او درې یې ټپیان کړي وو نوموړی په امریکا خرڅ کړی شو چې هغوی بیا د ۲۰۰۲ کال د نومبر په ۱۴ د زهرو په پیچکارۍ شهید کړ. سمه ده چې ایمل کانسي د امریکا قانون مات او دوه څارګر یې ووژل، نو د امریکا جاسوسې ادارې له ډېرو هڅو وروسته جزا ورکړه نو په صلیبي حکومتونو او نظامونو کې هم له مسلمان وګړي څخه قصاص او بدله واخیستل شوه . هغه مهال نه د بشر حقوق وو ، نه د یوناما مؤسسین وو او نه هغه افغانان ول چې که نور نه واي دا خو به ويلی وو. په اسلام کې بښنه هم شته نو اې افغانه! بښنه شته خو د بښنې حق د مقتول له وارثانو سره وي، له حاکم یا بل چا سره نه وي!! په ټولو ادیانو کې د پنځو شیانو ساتل اړین دي: د دین ساتل، د نفس ساتل، د عقل ساتل، د ناموس ساتل.

د قصاص د حکم د تطبیقېدو یو حکمت دا دی چې د مقتول د وارثانو او خپلوانو زړه پرې یخ شي، همدارنګه د قصاص په تطبیق سره په ټولنه کې امن قایمېږي، بیا څوک د هغه د فاسدولو هوډ نه کوي.

دا د الله ج حکم دی هغه وایي:

 ژباړه: (او هوښیارانو! ستاسو لپاره په قصاص کې د ژوند(سامان) دی هیله ده چې تاسو له (خلاف ورزي) څخه ځان وساتئ).

وګورئ یهودیانو ټول اسماني او وضعي قوانین مات کړي او پښې یې پرې ایښې، پر وږیو ماشومانو یې زور رسېدلی او هر څه چې وغواړي پرې کوي یې، صلیبیان هغه ګوري.                    د میونیخ(۶۰)امنیتي غونډه کې د چین له خوا وړاندیزونه وشول، چې ترینګلتیا باید پای ومومي او همدا شان دا مسئله دې ژر تر ژره حل شي. دقصاص په تطبیق سره امن راځي، نو الهي حکم دی، تطبیق یې لازم او حتمي دی او د مخالفانو دریځ مهم نه دی .

محمدعلي عظمت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *