افغانستان
د لغمان د قرغهيي ولسوالۍ ابتدائيه محکمې دوه متهمينو ته تعزيري سزا ورکړه
پرون یکشنبه د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې ۱۴مه نېټه د لغمان ولایت د قرغهیي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا دوه متهمينو ته په عام محضر کې د بد اخلاقۍ په جرم ۳۰ـ ۳۰ درې تعزيري سزا ورکړل شوه.
نن یکشنبه د ۱۴۴۵هـ ق کال د شعبان المعظم د میاشتې ۱۴مه نېټه د لغمان ولایت د قرغهیي ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا دوه متهمينو ته په عام محضر کې د بد اخلاقۍ په جرم ۳۰ـ ۳۰ درې تعزيري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د لغمان ولايت د مرافعه محکمې رئيس، د يادې ولسوالۍ منسوبينو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.
د قرغهيي ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې ياده پرېکړه د لغمان د مرافعه محکمې او د مرکزي تميز د جزا عمومي دېوان له تائید وروسته نن ورځ پر متهمينو تطبيق شوه.