اخبارافغانستان

هېوادوالو ته د معياري غوښې وړاندې کولو په پار هڅې

 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخند «حاجي سالم» په مشرۍ هېوادوالو ته د معیاري او صحي غوښې وړاندې کولو په پار د غیر فعالو مسلخونو د فعالولو او د فعالو مسلخونو د معیاري کولو په موخه دکرنې په وزارت کې غونډه دائره شوه.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د صحي، باکیفیته او معیاري غوښې د عرضې په موخه په کابل، هرات، بلخ او کندز ولایتونو کې ۵ لوی او معیاري مسلخونه جوړ کړي، چې له دې ډلې

څخه دا مهال څلور مسلخونه فعال او یو یې په کندز ولایت کې تراوسه نه دی فعال شوی.په همدې موخه د یادو مسلخونو د فعالولو او معیاري کولو په موخه د قراردادي شرکت د مسوولینو په حضور کې د کرنې وزارت له خوا د جوړو شویو مسلخونو د فعالولو او معیاري کولو په موخه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.

په دې غونډه کې همدا راز پرېکړه وشوه، چې د نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ دې، هڅې وشي تر څو ټول هغه مسلخونه چې د نورو ادارو له خوا فعاليت کوي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې له ټاکل شويو معيارونو او اسټنډرډونو سره سم فعاليت وکړي، ترڅو هېوادوالو ته صحي او باکیفیته غوښه وړاندې شي.

په همدې حال کې په دې غونډه کې له کمپنۍ څخه د مسلخ نږدې سیمې ته د نخاس د لېږد په اړه هم خبرې اترې او د نظر تبادله وشوه، چې د دې موضوع په اړه د کابل ښاروالۍ سره هوکړه وشي او د کابل ښاروالۍ ته د ځمکې د انتقال پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *