افغانستان

نیمروز والي په زرنج ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په دې ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په جوړه شوې لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد په دې ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په جوړه شوې لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې د نیمروز والي ترڅنګ د اسلامي امارت چارواکو او د نیمروز ولایت قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو ګډون درلود.
شیخ محمد قاسم خالد دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې په اسلامي امارت کې قوم پرستي، سمت پرستي او ژبنی تبعیض هېڅ امتیاز نه لري او ورته ځای نه ورکول کیږي، بلکې کار اهل کار ته سپارل کیږي.
نیمروز والي زیاته کړه؛ د یوه لا پیاوړي نظام او پرمختللي افغانستان لپاره باید لومړۍ اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو ته ډېره پاملرنه وشي او اسلامي امارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ښاغلي خالد د افغانانو له لوري د درېیو امپراتوریو ماتول د هېوادوالو لپاره افتخار وبلل.
نوموړي همدارنګه وویل، چې د اسلامي امارت له لوري د هېواد په ټولو برخو کې د لویو اقتصادي او پراختیايي پروژو پلي کول یوه لویه لاسته راوړنه ده.
د نیمروز والي په وینا؛ اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې متوازنې پراختیايي پروژې پلي کولو ته ژمن دی او د نیمروز ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هم د ډېرو پروژو پلي کولو هوډ لري.
شیخ محمد قاسم خالد د پاکو اوبو کمښت ستونزې حل کولولو لپاره د طرحو له جوړولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د دې ولایت عواید به د نیمروز ولایت د بیا رغونې په برخه کې ولګول شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *