افغانستان

د روزګان والي د دغه ولايت د خلکو ستونزې ‏د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شريکې کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د روزګان له والي مولوي علي جان سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د روزګان له والي مولوي علي جان سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې د روزګان والي، د کانونو اړونده پروژو د فعالیتونو او پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.
هغه، دغه راز د یاد ولایت د خلکو ستونزې له شیخ الحديث دلاور سره شریکې کړې او د حل په برخه کې یې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
‏د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم ډاډ ورکړی چې د شته امکاناتو په پام کې نيولو سره به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *