افغانستان

د فرهنګي او هنري جایزو کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي د پیژندنې ناسته تر سره شوه

پرون د یکشنبې ورځ د روان کال د وږي په 26 نېټه ماسپښین مهال داطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت تر مشرۍ لاندې د فرهنګي او هنري جایزو کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي د پیژندنې ناسته د خلکو فرهنګ ریاست کې تر سره کړه؛

پرون د یکشنبې ورځ د روان کال د وږي په 26 نېټه ماسپښین مهال داطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت تر مشرۍ لاندې د فرهنګي او هنري جایزو کانکور سیالۍ قضاوت پلاوي د پیژندنې ناسته د خلکو فرهنګ ریاست کې تر سره کړه؛

د غونډې پیل عطاالله ذاکري د عظیم الشان قران  د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره وکړ، ورپسې د خلکو فرهنګ رییس حافظ مولوي سیف الرحمن محمدي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او ګډونوالو ته یې د فرهنګي او هنري جایزو د کانکور سیالۍ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، محمدي صیب د سږن کانکور په خاطر د نوماند شویو اثارو شمېر ۴۸۸قلمه وښود چې یوازې  کابل ولایت څخه  ۲۷۱ قلمه اثار نوماند شوي او پاتې ۲۱۷ اثار له نورو ولایتونو څخه مونږ ته رارسېدلي دي .

ورپسـې د غونډې ګډونوالو خپل ځانونه وپیژندل، او بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي او هنري چارو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي خبرې وکړې؛ هغه وویل: د خلکو فرهنګ ریاست د کارکوونکو کړنې د تقدیر او ستاینې وړ دي چې په خپلو هلو ځلو سره یې تېر کال هم د هېواد په کچه دغه سیالي په لاره اچولې وه او دادی بیا یې په دې لاره کې کوښښونه او هڅې روانې دي؛ د فرهنګي او هنري شخصیتونو هڅونه او تشویق لازم دی، کوم کسان چې د خپلو ادارو له خوا مونږ ته د داور په حیث را پیژندل شوي، دا د دوی د وړتیا او پوهې ښکارندویي کوي ځکه په همدوی مونږ او د دوی ادارو باور کړی، داوري په اصل کې قضاوت کولو ته وایي او قضاوت عدالت ته اړتیا لري؛ قضاوت د تقوی په بنسټ وکړئ، تر څو مو د هېواد فرهنګي او هنري شخصیتونه تشویق او وهڅول شي.

بیا د غونډې ګډونوالو په نوبت سره خپل وړاندیزونه او نظرونه د ښې سیالۍ او همغږۍ په پار شریک کړل، یو شمېر ګډونوالو په دې تاکید کاوه:  اړینه ده په دې سیالۍ کې ځوانانو ته ډېر پام وشي تر څو خپلو فرهنګي او هنري کړنو ته لا وهڅیږي، ځکه هڅول او تشویق د پټو استعدادونو د لا پیاوړتیا سبب کېږی.

غونډه د فرهنګي او هنري چارو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په دعایې سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې یاد قضاوت پلاوی په مختلفو فرهنګي او هنري برخو کې یو وېشت کسه غړي لري؛ چې ټول یې په خپلو برخو کې د لوړو علمي رتبو او اثارو درلودونکي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *