اجتماعی

د ادارې اهمیت او تاریخي مخینه

انسان په ټولنه کې یو ټولنیز موجود دی، دا د انسان یو فطري خاصیت دی، چې په ټولنه کې ژوند کوي او ټولنیزې اړیکې یو تربله ټینګوي اوهم یې ساتي.

انسان په ټولنه کې یو ټولنیز موجود دی، دا د انسان یو فطري خاصیت دی، چې په ټولنه کې ژوند کوي او ټولنیزې اړیکې یو تربله ټینګوي اوهم یې ساتي. انسان په انفرادي توګه یو شمېر اړتیاوې او غوښتنې لري، چې د ترلاسه کولو لپاره يې په انفرادي توګه هڅه او کوښښ کوي. خوګڼ شمېر نورې چارې شتون لري چې انسان یې په ټولنیزه توګه ترسره کړي. کله چې انسان په دې وتوانېد چې یو شمېرکارونه په ټولنیزه توګه ترسره کړي، نو اړشو چې د یوې ټولنیزې موسسې بنسټ کېږدي، اود همدغې موسسې او پروژې لخوا یې پرمخ بوزي. نوپه دې اساس انسان لومړی اداره را منځته کړه او دخپلو همنوعانو سره یې یوځای د کار ویش ته ملا وتړله. د انساني ژوند په تاریخ کې حتی ابتدایي دورې د ودې په پرمختګ کې مهم رول ولوباوه. دوی ځان ته یو رهبر او مشرغوره کړ. رهبرټولنې ته پلان جوړ کړ، سازماندهي یې وکړه. دندې یې وویشلې او مسایل یې حل کړل. د ستونزو اوبې لاریو مخه یې ونیوله، لومړني  قوانین او مقررات یې وضع اود هغوی نظارت یې وکړ.

انسان د ادارې او مدیریتي نظام په مرسته یوبل سره تفاهم وکړاو همدغه تفاهم د ادارې نظام دپیل سبب وګرځېد. انسان له همدغه وخته پلان وپېژنده او تطبیق یې کړ.

د ادارې او مدیریت مخینه

د ادارې اومدیریت مخینه دلرغوني مصر، یونان، روم، اریایي ټولنې او پارسیانوپورې رسیږي، په مصرکې د میلاد څخه څلورزره کاله مخکې اود نن څخه شپږزره کاله مخکې د اوبو لګولو پروژې جوړې اوپلي شوې. همدوی یو کال په (۳۶۵) ورځو باندې ووېشه اوخپل اداري پلان یې ورسره برابرکړ، لږ وروسته د میلاد څخه یعنې (۲۵۰۰) کاله مخکې د شمېرسیستم ایجاد شو او(۳۰۷۰) کاله مخکې لومړنۍ احصایه رامنځ ته شوه. ورپسې د ميلاد څخه (۱۵۰۰) کاله مخکې حضرت موسي (علیه السلام) د خپلې واکمنۍ په حدودو کې یو ډول ابتدایي ادارې تشکیل جوړکړ اوپه دغه تشکیل کې یې د مرتبو سلسله هم وښوده، چې د نوموړي پیغمبر(ع) اداري نظام یو نمونه یي نظام وګرځېده.

پارسیانو خپله امپراطوري په شلو ولایتونو وېشلې وه، د هر ولایت په سر کې یو والي و، چې داهم یو ډول اداري نظام و. په ابتدایي ټولنوکې انسانانو له وحشي ژویو څخه ځانونه په جمعي توګه ساتل. د بیګانه قبیلو په وړاندې یې جمعي دفاع کوله.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له خوا د اسلامي حکومت جوړول په هغې کې د مالیاتو، ارشاد، زکات، دبهرنیواړیکو تنظیم، د سفیرانو استول او داسې نور په خپله د ادارې او ددغه سترپېغمبرع د پوهې او مدبرانه تدبیر ښه نظامونه دي.

په لرغونې چین کې دامپراطور له لورې د فرمانونو صادرول او په ټولنه کې د هغې تطبیق هم د ادارې بېلګې دي، خو وروسته بیا د ارسطو او افلاطون له لورې د علم تیوریکي اساسات بیان شول. رومیانو هم په اداره کې ډېر کاروکړ، دوی له ميلاد څخه (۲۸۴) کاله مخکې خپله پراخه امپراطوري په (۱۰۱) ولایتونو ووېشله. ددغې امپراطورۍ مشر(دیوکسلین) درې مرستیالان درلودل، چې هغوته یې یو شمېرصلاحیتونه سپارلي وو. په اریایي تمدن کې د ادارې او مدیریت  ښې او په زړه پورې بېلګې شته.

دبلخ نامتوپاچا (یما) یوډېر ښه اداري نظام درلود. لدې امله چې ټول اریایان مالداره وو، هرڅړځای یو مشردرلوده څو کېږدیو یوه اداره درلوده، په دغه ټوله موده کې د ادارې لپاره مقررات او قوانین موجود وو. زمونږ په ګران هیواد کې سوري شیرشاه ( فرید احمد) او بیا میرویس نېکه مدبر رهبران او اداري لارښوونکي وو. له نن څخه (۲۷۰) کاله مخکې احمد شاه بابا په خپله پراخه امپراطورۍ کې یوه کلکه، منظمه، سالمه، اصولي، او دقانون د پلان تشکيل لرونکې اداره جوړه کړې وه. خودغه رهبرزیات په جګړو کې بوخت پاتې شو او اداري ریفورم یا اصلاحاتو ته ډېر وزګارنشو. له بده مرغه له ده څخه وروسته ورو ورو دافغانستان  اداري نظام له رکود، بي نظمۍ او فساد سره مخامخ شول.

په ځانګړې ډول امیر شيرعلی خان په خپل دویم ځل پاچاهۍ کې علامه سید جمال الدین افغاني له لورې د سپارل شوې اصلا حي پلان له مخې ډېر کم د ادارې په جوړولو کې ګام اوچت کړ؛ خود انګریزانو د تحرکاتو له امله کامیاب نه شو. د څه ځنډ وروسته امیر عبدالرحمن خان قوي مرکزي اداره درلوده، خود اداري یو شمېر عناصراواهداف په کې نه وو مطرح شوي.

دغازي امان الله خان په وخت کې یو ځل بیا د اداري قوانینو نظام ته په عصري بڼه پاملرنه وشوه، خوسقاوي اغتشاش دغه عصري ریفورمونه او اصلاحات ضایع کړل.دا دی نن ورځ مونږ ته په ډاګه ثابته شوه چې ترڅو اداره او مدیریت جوړ نه کړو او اداري اصول، د سالمې ادارې ځانګړتیاوې احیاء نشي، هیڅکله به د پرمختګ په لور ګام اوچت نه کړو او نه به د نورو سره ځان سیال کړو.

ښه مدیریت، وړکدرونه، اوچت ظرفیت او بډایه بشري منابع وطن ابادولی شي، د استقلال پرځان بسیا کيدلو او دژوند لوړې سطحې او د رفاه حد ته رسیدل په اغیزمن مدیریت سره کیدای شي.

د ادارې او مدیریت مفهوم

۱- منجمنټ له هغه مهارت اوپوهې څخه عبارت دی، د کومې په وسیله چې د نورو انسانانو څخه په لازم ډول سره واخیستل شي.

۲- منجمنټ له هغه پروسې څخه عبارت دی، دکومې په وسیله چې دیو ګروپ هڅې او کوښښونه شریک کېږي او دټولنیزو موخو د لاسته راوړلو لپاره ترې کاراخستل کېږي.

۳- منجمنت د پلانونو، منظمولو، لارښونو  او کنترولولو د پروسې څخه عبارت دی، د کومې په وسیله چې د یوې ادارې د وکړو کوښښونه او هڅې منظمې او د ادارې د منابعو په ښه ډول کارولو سره د اداري ټاکلې موخې ترلاسه کړای شي.

۴- د وسایلو، منابعو او دبشري توان په سم ډول استعمال او دلږ وخت او لږ زیار په ویستلو د ټاکلو موخو تر لاسه کول.

۵- د معین او ټاکلې موخې ته رسيدو لپاره په بېلابېلو بشري فعالیتونو او کړنو کې د همکاریو او همغږیو یوځای کول د ادارې څخه عبارت دي.

۶- په اغېزمن ډول د مسلکي او کدري اشخاصو د چارو تنظیم او سازماندهي کول چې یو ټاکلی او معین هدف ترلاسه کړای شي.

۷- اداره د دوو یوناني کلیمو څخه ترکیب او منځ ته راغلې ده، چې معنی یې دنورو خدمت کول دي.

۸- یوه ټولګه خلک چې یولړدندې د یو معین او ټاکلې موخې  د لاس ته راوړلو لپاره سرته رسوي، د ادارې څخه عبارت دی.

اداره هغه علم اوهنر دی، چې زیات شمېر خلک د خپلو لارښوونو او کنټرول لاندې راولي او هغوۍ ټول دیو ګډې موخې او مقصد په لورې په ډلییزه توګه سوق کېږي.

اداره یوټولنیز نظام دی چې یو شمېر وکړي د ټاکلو مقاصدو دترلاسه کولو لپاره په هغې کې تنظیم شوي وي، ترڅود خاصو قواعدو پر بناء د یو بل په مرسته ځان هدف ته رسوي.

اویا: اداره  هغه جمعي نظام دی چې مقصد یې د ځانګړو بنسټونو او لارو چارو له مخې په کم وخت کې او په اسانه توګه موخو د ترلاسه کولو په خاطر له منابعو څخه اغېزمنه توګه استفاده کول دي.

سرچینې:

۱- فضلي، عنایت الله، اداره اومدیریت،ننګرهار۱۳۹۴

۲- دودیال، پوهاند محمدبشیر، اداره( پنځه مدیریتي مهارتونه) ۱۳۹۵

۳-ستون، ستون حامدالله، د کاراوبار ځواک ۱۳۹۸

۴- انترنت

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنین ببینید
بستن