اجتماعی

سيمه‌ييزې اقتصادي پروژې باید د همپالنې او همکارۍ په اصل سره تعقيب او سياسي نه شي

د لوړ اقتصاد او سترو تخنيکي ظرفيتونو لرونکي هېواد په توګه د روسيې شتون ښايي د ټاپي پروژې په بشپړولو کې مثبت ګام واقق شي.

د لوړ اقتصاد او سترو تخنيکي ظرفيتونو لرونکي هېواد په توګه د روسيې شتون ښايي د ټاپي پروژې په بشپړولو کې مثبت ګام واقق شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړي استازي ويلي، چې په ټاپي پروژه کې د روسيې شرکتونو د مشارکت امکان شته.

ضمير کابلوف کابل ته له يو کاري سفر وروسته ويلي، چې د ټاپي پروژې په پیلېدو سره به موږ په دې پروژه کې د پرمختګونو شاهدان و اوسو.

دغه لوړ پوړي روسي ديپلومات د ټاپي د پروژې په کار کې ځنډ چې
٣٠ کاله مخکې طرحه شوى له امنيتي او اقتصادي ستونزو سره پيوند ورکړى او په دې ستره اقتصادي پروژه کې يې د امنيتي خطرونو له امله خپله نسبي اندېښنه څرګنده کړې ده.

ټاپي په سيمه او له سيمې اخوا ستره اقتصادي پروژه ده، چې د ترکمنستان ګاز افغانستان، پاکستان او هندوستان ته رسوي، چې د ترکمنستان د ګازو د نل ليکې زياته برخه له افغانستان څخه تېرېږي چې په دې اړه د افغانستان له پلوه امنيتي انېښنې نشته.

د ټاپي پروژې په نسبت د اسلامي امارت نظر يو ژور نظر دى ځکه د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د بنسټونو بيا رغونه او احياء کول خپل مسئوليت بولي او د ټاپي او د نورو ملي پروژو د کار د پيل او دوام لپاره د ډاډمن امنيت ډاډ ورکوي.

ټاپي په سيمه او له سيمې اخوا يوه ستره اقتصادي پروژه ده او د افغانستان اسلامي امارت په لومړۍ دوره کې یې د هغه د کار پيل د اسلامي  امارت له نوښتونو څخه و، چې پر افغانستان د امريکا له يرغل وروسته وځنډېد خو اوس چې په افغانستان کې امنيت تامين شوی د دغې پروژې د کار د پيل لپاره له بل هر وخت څخه ښه فرصت برابر شوى دى.

څو ورځې مخکې د ملي دفاع او د کورنيو چارو وزارتونو او د استخباراتو عمومي رياست مسئولينو له ترکمنستاني پلاوي سره په غونډه کې د دې پروژې  د امنيت تامينولو لپاره د بشپړ تياري ډاډ ورکړ او آن اسلامي امارت حاضر شوى، چې د دې پروژې د ساتنې لپاره  ځانګړې  قطعه جوړه کړي.

ټاپي پروژې ته د اسلامي امارت نظر ډېر ژور دى چې نه يوازې افغانستان ته زياتې مادي ګټي لري بلکې؛ د سيمې هېوادونه به هم د دې پروژي له ښېګڼو برخمن شي او د سيمې هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او باور روحيه پياوړې کوي.

له بده مرغه د ټاپي پروژې په کار کې ځنډ په افغانستان کې زياتره له امنيتي مسئلو سره پيوند ورکول کيږي په داسې حال کې دا خبره واقعيت نه لري او واقعيت دا دى، چې په افغانستان کې بشپړ امنيت تامين دى او له بل هر وخت څخه زيات د ټاپي پروژې د کار د پيل لپاره فرصت برابر دى.

اسلامي امارت د ملي او نړيوالو پروژو پر وړاندې په خپلو مسئوليتونو پوهېږي او همدا دليل دى، چې په اقتصادي چارو کې د رياست الوزرا د معاونيت دفتر دوه ورځې مخکې په يوه اعلاميه کې د ټاپي پروژې په اړوند د افغاني لوري مسئوليتونه څېړلي او څرګنده کړې يې ده، هغه امنيتي اندېښنې چې د افغانستان له پلوه بيانېږي غير معقولې بللې دي او په دې اړه يې د اسلامي امارت د بشپړ امنيت او همکارۍ ډاډ ورکړل شوى دى.

يوه مسئله چې کېداى شي د ټاپي پروژې د ځنډ له عواملو څخه دي رقابتي نظر او د دغې سترې اقتصادي پروژې په اړه سيالي ده هغه ستونزه، چې په افغانستان پورې اړه نه لري او د دې پرخلاف افغانستان پردې ټينګار کوي، چې د سيمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي پروژې د سيمه ييزې همپالنې او همکارۍ له اصل سره تعقيب او سياسي نه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *