افغانستان
په کندز، غور او پکتیا کې څه باندې ۸ زره اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه
په کندز، غور او پکیتا ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو له لوري پر ۸ زره ۲۶۶ اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې.
په کندز، غور او پکیتا ولایتونو کې د بېلابېلو مرستندویه بنسټونو له لوري پر ۸ زره ۲۶۶ اړمنو کورنیو مرستې ووېشل شوې.
د کندز په علي آباد او آقتاش ولسوالیو کې د آغا خان بنسټ له لوري پر ۱۸۰ بې وزله کورنیو د لبنیاتو او سبو د پروسس وسایل ووېشل شول او دغه راز د یاد ولایت په مرکز کې ۲۲ بزګرانوته د کیمیاوي سرې او زراعتي وسایل ورکړل شول.
همدارنگه په غور کې هم د شهیدانو او معلولینو پر ۳۶ کورنیو باندې نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ته ۸ زره افغانۍ ورکړل شوې.
دغه دول پکتيا کې د خوړو نړيوال پروګرام مالي لګښت د دې ولايت په روحاني بابا، شواک، ځاځي آريوب او احمد خېلو ولسواليو کې پر ۸ زره ۵۰ اړمنو کورنيو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۴.۵۵ کیلوغوړي، ۶.۲۵۰ کیلو دال او يو پاکټ مالګه ووېشل
شوه.