افغانستان

په نیمروز کې لسګونه ټنه بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه شول

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو لسګونه ټنه بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي. باختر آژانس ته د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي

د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو لسګونه ټنه بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه کړي دي.
باختر آژانس ته د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یوه اندازه قاچاقي توکي، چې هېواد ته راوړل کېدل؛ کشف او ترلاسه کړي دي.
په ترلاسه شویو توکو کې ۳۳ ټنه مالټې، ۲۲ ټنه شیریني باب، ۲۳.۷ ټنه رُب او همدا رنګه لس موټرسایکلونه شامل دي.
د پېښې په تړاو نیول شوي کسان د نورو اجراآتو لپاره اړوند مسوولینو ته سپارل شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *