افغانستان

د هندوستان هیواد د ۴۰ زره لېټرو کرنیزو درملومرسته وکړه

هند د ملخانو له ګواښ سره د مبارزې په موخه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره لېټره ملتین، چې شااوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په اندازه ارزښت لري، واستول.

هند د ملخانو له ګواښ سره د مبارزې په موخه د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د ۴۰ زره لېټره ملتین، چې شااوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په اندازه ارزښت لري، واستول. د یادې مرستو په مناسبت د کرنې او اوبو لګولو وزارت مسلکي مرستیال صدراعظم عثماني رسنیو ته په خبرو کې د هند له حکومت او خلکو څخه د دې مرستې په خاطر مننه وکړه او ویې ویلې، چې تېر کال د هیواد شمالي برخې له ملخانو زیاتې برخمنې وې، چې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له لورې یې

په وخت سره مخنیوی وشو. نوموړي زیاته کړه، چې ملګرو ملتونو راپور ورکړی و، چې سږکال به بیا هم د افغانستان ځینې سیمې، په ځانګړې توګه شمالي سیمې د ملخانو له دغه افته برخمنې وي، چې په همدې خاطر د هندوستان خلکو دې برخه کې مرسته وکړله، تر څو مخکې له مخې یې مخنیوی وشي. ښاغلي عثماني د دغو مرستو د اهمیت په اړه و ویلې: د دې دوایي اهمیت په دې کې دی، چې له یو طرف به سیمه له افتونو، په خاصه توګه د ملخانو له نقصانه په امن کې شي او له بل طرفه زمونږ سیاست او اصول دا دي، چې زمونږ لخوانه ګاونډیانو ته تکلیف ونه رسېږي او د دې دوا په استعمال سره به زمونږه شمالي ګاونډي هیوادونه تاجیکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ملخانو له افت څخه په امن کې شي. هغه دا هم و ویل، چې دغه دوا چاپیریال ته تاوان نه رسوي او چاپیریال د ملخانو له ضرر څخه ژغوري. ښاغلي عثماني په بزګرانو غږ وکړ، چې دا دوا دې پخپل سر نه کاروي، بلکې زمونږ له متخصصینو سره دې په مشوره باندې استعمال کړي.

د یاد وزارت د نباتاتو د محافظت او قرنطین ریاست رئیس عتیق الله مسلم بیا و ویلې چې یاده دوا به د هیواد هغه ټوله اړتیا رفع کړي، کومه چې د ملخانو تر احتمالي ضرر لاندې ده. نوموړي دا هم و ویلې، چې سږکال زمونږ د هیواد ۱۳ ولایاتو د ملخانو له افت لاندې راځي، چې په شمال ختیځ او شمال لویدیځ کې د بدخشان، تخار، کندز، سمنګان، بغلان، بلخ، جوزجان، بادغیس، هرات، سرپل او فاریاب ولایتونه دي او په همدو ولایاتو کې به دغه دوا مصرفېږي هم، تر څو لا د دې افت له وړاندې څخه مخنیوی وشي. هغه و ویلې، چې دا دوا مونږه د خپلو متخصصینو لخوا پر هغو ځمکو شیندو، کومې سیمې مو چې سروې کړې دي. ښاغلي عثماني له نړیوالو مرستندویه سازمانونو څخه وغوښتل چې په ورته برخو کې ورسره مرستې وشي، تر څو افغانستان له متضرر کېدو څخه وژغورل شي.

باور دا دی چې دا مرسته به په افغانستان او د منځنۍ اسیا په سیمه کې د ملخانو په کنټرول او د فصلونو د ساتنې او خوراکي خوندیتوب په برخه کې مرسته وکړي. هند تر دې وړاندې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د افغانستان خلکو ته ۵۰ زره مټریک ټنه غنم مرسته هم کړې وه.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *