د عامې روغتیا وزیر، او ورسره مل پلاوی د کمستېک ادارې څخه لیدنه ترسره کړه
د نوموړي وزارت ویاند شرافت زمان د دولتي ورځپاڼې خبریال ته په لېږلی پیغام کې ویلی دي: په دې لیدنه کې د عامې روغاتیا وزیر، ډاکټر قلندر عباد د افغانستان د روغتیایي سکتور او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړنې اړوند معلومات وړاندې کړل.

د یادې ادارې مسولینو د عامې روغتیا وزیر او ورسه مل پلاوی تود هرکلی وکړ او ترڅنګ یې ډاډ ورکړ، چی دوی ته هرڅه ژر د بېلابېلو څانګو څخه ډاکټران او متوسط طبي کارکوونکي ور وپېژني؛ ترڅو د دوی له لوري ورته لنډمهاله او اوږدمهاله روزنیز پروګرامونه ترتیب کړي.
همدا راز د نمومړې ادارې مسولینو چمتووالی وښوده، چې د «پاک افغان هیلت فورم» به ډېر ژر د افغانستان او پاکستان د روغتیا وزارتونو سره په همغږۍ جوړ کړي.
د یادونی وړ ده، چې کمستېک د اسلامی همکاریو سازمان یوه څانګه ده او د پاکستان ولسمشر یې مشري کوي. محمد بهار