سیاسی

سرې کرښې؟

روان په ټولنيزه توګه د ځمکې پرمخ دوه ډوله خلک لرو، چې يو ډلو یې هدف لرونکې او بل ډول یې بې هدفه ګڼل کېږي.

 

روان

په ټولنيزه توګه د ځمکې پرمخ دوه ډوله خلک لرو، چې يو ډلو یې هدف لرونکې او بل ډول یې بې هدفه ګڼل کېږي.

هدف لرونکې خلک هغوي دي چې د اشرف مخلوقات په توګه د ځمکې پرمخ ژوند کوي او  د خپل ځان، طبيعت او نورو انسانانو په اړه سوچ کوي چې دا طلبيعت او دا انسان له کومه راغلي او پيدا شوي او د څه لپاره پيدا شوي او چاپيدا کړي او ددغه لوي خلقت نهایې هدف څه دي؟

او انسان په دغه ډګرکې څه رول او هدف لري؟

هدف لرونکې خلک د خپل ژ، ند ټولي چاري د کلي هدف  ترلاسه کولو په لاره کې استخداموي او د ژوند شيبه شيبه یې په فکر او عملي سنګر کې همدغه هدف پر لور يون کې تېرېږي او يو شيبه هم تري غافل نه اوسي او دومره حساس اوسي چې آن د خبرو يا ليکنو او… په جملو کې یې يو حرف او يوه کلمه هم له هدف سره بي اړيکونه وي او تل متحرک او هڅاند او څپاند اوسي او ټولي سياسي، اقتصادي، اجتماعي، تعليمي او تربيوي، پوځي، روحي او رواني، فردي او ګروهي هڅي یې د هدف پر لور او محور چورليږي او د هغه له موجوديت څخه دفاع کوي او هر مزاحم او مخرب عنصر چی دهغه د هدف پر ضد ودريږي، له مينځه یې وړي او پرځان او مال تري دفاع کوي او په دغه کار کې هيڅ شي ورته تر هدف مقدس او مهم نه اوسي او په اصطلاح د هغه د ژوندانه در هڅو سره کرښه وي، ځکه هغه د خپلو ايديالونو په اساس اود هغو ځمکې پرمخ ژوند کوي او غواړي د خپلو ايديالونو په اساس او دهغو په چوکات کې ژوند وکړي او په همدغه نيت هم د ځمکې يوه برخه د خپلو ايديالونو د تمثيل د ډګر په توګه وګوري (ايډياله نړۍ)

هدف لرونکې انسان د خپل هدف د باغ لوبغاړي وي او ژوند او مرګ یې صرف پر همدغه باغ کې انځوريږي، ځکه خو ددغه باغ ساتل او پالل د هغه ژوند او مرګ خبره وي او په ټول توان سره دغه پروسه پالي او په اصطلاح چې د همدغه باغ بلبل اوسي او پوهيږي چې لکه هرګل په خپل بوټي کې خپله ښکلا انځوروي، ايډيال د آرماني انسان هم د خپلو ايډيالونو په چاپيريال کې خپله آزادي او هويت تمثيلوي او له هغويه ته یې هرڅه تر پوښتني او ګواښ لاندي راځي.

بي هدف انسان يا په اصطلاح ورځ تيروونکې او روزګذران انسان وي او د نورو هدف لرونکو انسانانو په نړي کې ژوند کوي او د ځان او محيط په اړه ځانګړي فکري او ايډيال نه لري او ژوند ورته يواځي ژوند پاي کېدل او په اصطلاح خوش ګذراني ښکاري او هرچېري چې د خوش ګذراني چانس برابر شي، بس هماغلته دمه شي او خپل وخت تيروي.

که څه هم چې وایې: بي هدفي هم يو ډول هدف دي، ځکه وخت تيرول او د ورځي په نرخ ډوډۍ خوړ له هرچاسره د هغوي په خوښه غاړه غړي کېدل او خپل ځان باالکل هيرول او د بل چا په بست او رتبه کې ځان تعريفول او له هر ډول تعهد پرته ژوند کول او يواځي له لذتونو خوند اخيستل هم يو ډول بي قيد و شرطه لذت پرستي ده او کېداي شي چې فاعل ته یې هدف اوسي، خو دا هدف به يو ناوړه او له انساني ارزښتونو سره نامتجانس هدف اوسي او له

ځکه چه په انساني محيط کې هداف هم پر دوه ډوله دي چې يویې مفيد انساني او اخلاقي اهداف او بل یې هم حيواني شهواني او د انساني ارزښتونو ضد هداف دي، هدف لرونکې انسان ته هدف او هدف ته رسيدل د ژوند ترانه او تلپاتي کېسه ده او د ژند ترپايه همدغه ترانه ګردانوي او هغه یې د ژوند سره کښه ده، په دي معني جې که هرڅوک دغي کرښي ته ورنږدي شي ويني به یې توي شي او د سر به بيه ورته تمام شي او دا د يو شعوري او انساني ژ،ند کېسه او تصور دي، خو هغوي چې د ورځي په نرخ ډوډۍ خوري او ژوند له لذتونو څخه په ګټه اخيستلو کې او په خوراک، څښاک او خوب او د نسل تولېد کې یې راخلاصه کوي او په همدغه چاپيريال کې چورليږي، هغه ته د سرو او سپينو کرښو اصطلاحګاني هسې بابولالې ښکاري او که په يوه ورځ یې د ټول ژوند تاريخ هم په اوبو لاهوشي، دوي پري نه خبريږي او په اصطلاح چې تراوتازه ګرځي او اصلا د ارزښت په نوم څه نه پيژني.

د اخلاقي اهدافو لارويان له ټول بشريت سره عقيده وي، انساني او اخلاقي خواخوږي لري او د عدل، انصال او بشري خواخوږي به چوکات کې ژ،ند کوي او هر چېري یې د عدل جېغه پورته شي هغه یې ملاتړ کوي او هر چېري هم چې د ظلم څپه خوره شي، هغه یې د خپلو ځاني، مالي او سياسي امکاناتو په پام کې نيولو او د وخت او شرايطو په اقتضاء سره په مخالفه جبهه کې دريږي، ځکه  باطل او ظلم پر وړاندي نه دريدل او منفي غبرګون نه ښودل، همدغه بي تفاوت او محافظه کار لوري ته د سبا غم جوړوي او د نن ورځي بي تفاوتي یې د سبا ورځي د غاړي طوق ګرځي. نو هغوي چې د ژوند په ډګر لومړيتوبونه، اهداف او سري کرښي نه لري او صرف ورځ تيروي، تل د نورو او پرديو اهداف د تعقيب ارزان بيه او کله هم مفت کرايه کښان وي او په اصطلاح جې په هيڅ شي هم بند او واز نه اوسي.

پيغمبر(ص) فرمایې: ((څوک چې د مسلمانانو د چارو د ښه کېدلو لپاره اهتمام نه کوي، د مسلمادنانو له ډلي نه دي))

يعني مسلمان بايد تل د ټولي نړي په کچه د مسلمانانو سياسي، عقيدتي، امنيت، پوځي، اقتصادي، تعليمي او تربيوي، اخلاقي، روحي او رواني وضعيت او حالاتو په اړه فکر وکړ. تحليل یې کړي، د ضعف ټکې برالا کړي او حل لاري یې په ګوته کړي او همدا راز د قوت ټکې یې هم مشخص کړي او د لاقوي کېدلو لپاره یې هم، نوري قوت بښونکې لاري وښیې او خپل هم تر وسي وسي په دغه پروسه کې فکر او عملي ونډه واخلي او د اسلامي نړي او مسلمانانو د جغرافيا د هري پيښي پر وړاندي خپل غبرګونه او موقف ښکاره لري او دغه کار ته په سياسي اصطلاحاتو کې انترناسیونال مسئوليت وایې او مستقيما د مسلمان له ايمان او د ايماني آندونو سره تړاو لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *