افغانستان

اوسپنې پټلۍ له لارې تېره اوونۍ نږدې ۸۷ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د مرغومې له ۸ مې تر ۱۴ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۶ زره ۸۵۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اوونۍ ( د مرغومې له ۸ مې تر ۱۴ مې) نېټې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۶ زره ۸۵۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۶۱ زره ۱۴ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې ۵ زره ۱۸۹ مټریک ټنه او همدارنګه د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره ۶۵۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې په تېره اوونۍ کې ۴۵۹ ټنه صادرات او ټرانزیټ هم شوی، چې لویه برخه یې وچه مېوه او کینو دي.
د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې وړمه اوونۍ هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې د ۷۵ زره ۴۶۵ مټریک ټنو د انتقالاتو خبر ورکړی و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *