افغانستان

په ننګرهار کې د مالټو حاصلات زیات شوي دي

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې سږ کال د مالټو حاصلات د تېر په پرتله زیات دي، چې د ور سره د هېواد اقتصاد کې هم مرسته کوي، ځکه چې پخوا به د سوداګرو د ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته راوارد کولې چې تر ډېره به یې د لارې ستونزو له امله مال خرابه کېده؛ خو پیسې به د ګاونډیو د بزګرانو جیبونو ته تللې. له نیکه مرغه چې اوس به سوداګر د یادو ستونزو څخه خلاص  او په کور دننه د امن په فضا کې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.

د دې ولایت کانال ریاست مسوولینو په وینا: د مالټو باغونو د کرلو کچه نږدې

اولس نیم زره جریبه ده چې ور سره به سږ کال کم تر کمه درې زره ټنه حاصلات راټول کړل شي، چې د تېر کال په پرتله پکې زر ټنه زیاتوالی راغلی دی.

حاجي تور جان چې بټي کوټ کې د مالټو د اته سوه او یوولس ونو باغ لري، وایي: د مالټو باغ مې سږ کال د تېرو ډېرو کلونو نه ښه حاصلات لري چې د الله ج په مرسته هرې ونې نږدې د اته منو پورې مالټې نیولې دي، او که ښه روزنه یې وشي، نو له دې به هم په راتلونکي کې  د مالټو زیات حاصلات ولرو.

د نوموړي په وینا: د ننګرهار مالټې د اوس لپاره یوازې څو ولایتونو ته لېږل کېږي چې ډېر ژر به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې ځانګړی بازار ولري.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته به د ګاونډیو هېوادونو څخه د مالټو په ګډون تازه مېوه راتله چې د خوند له پلوه به خوندوره نه وه یا دا چې د وخت څخه به یې مخکې شکوله، نو د ننګرهار مالټې بیا د ټولو هېوادونو په سر کې به راشي.

په ورته وخت کې یو بل تن بزګر زبیر احمد هم د مالټو د سږ کال حاصلاتو څخه خوښ دی، وایي: د بټي کوټ مالټې دي چې د ډېرو سوداګرو پام یې ځانته اړولی دی او په اخیستلو کې یو د بل څخه مخکې کېږي.

احمد زیاتوي: د مالټو د ښه حاصلاتو تر څنګ سږ کال یې بازار هم دی، خروار په اته وېشت زره افغانۍ دي، چې پروسکال یې د یو خروار قیمت دوه ویشت زره وه.

نوموړی زیاتوي: که څه هم سږ کال یې حاصلات زیات دي؛ خو غواړو د اسلامي امارت په مرسته خپل حاصلات په راتلونکي کې د سږ کال په پرتله څو برابره زیاتې کړو،  تر څو هېواد مو د خپل زراعت له پلوه په خپلو پښو ودرېږي.

زیارمل هوتک – اطلاعات

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *