افغانستان
په خوست کې د صنعت او سوداګرۍ خونې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني خوست ته په یو سفر کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست خليفه سراج الدين حقاني خوست ته په یو سفر کې د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله.
په دغه مراسمو کې خليفه سراج الدين حقاني په خپلو خبرو کې خوستي ولسونه د پوهې او استعدادونو څخه ډک وبلل او ټول ولس ته يي د دغې پروژې مبارکي وويله. بل لورې ته بیا د خوست د صنعت او سوداګرۍ خونې رئيس نواب اميرزي وویل، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د دوی عايداتو کې زياتوالی راغلی چې تېرو دوو کلونو کې يي ۴۰ ميليونه افغانۍ عوايد د دولت خزانې ته سپارلي دي.
هغه وویل چې دغه ودانۍ د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې یو شمېر نورې پروژې هم تر کار لاندې دې چې په نږدې راتلوونکي به ګټې اخیستنې ته وسپارل شې.