اسلامی

د داعي خاطرې

مونږ که په خپل لوی اسلامي تاريخ وياړو او د هغې هره صحنه د ځان لپاره په من من غوښو اخيستو بدرګه کوو، دا نو په حقيقت کې په خاطرو وياړ دی او که ځير شو دا هر څه د خاطرو برخه ده، نبوي سيرت او ورپسې د راشده خلفاوو رضي الله عنهم خوږ تاريخ چې نن لولو دا خو خاطرې دي چې زمونږ په مخ کې پرتې دي او ډېر سبقونه ترې زده کوو.

ليکوال: مولوي وقايت الله (وقار)

مونږ که په خپل لوی اسلامي تاريخ وياړو او د هغې هره صحنه د ځان لپاره په من من غوښو اخيستو بدرګه کوو، دا نو په حقيقت کې په خاطرو وياړ دی او که ځير شو دا هر څه د خاطرو برخه ده، نبوي سيرت او ورپسې د راشده خلفاوو رضي الله عنهم خوږ تاريخ چې نن لولو دا خو خاطرې دي چې زمونږ په مخ کې پرتې دي او ډېر سبقونه ترې زده کوو.

ژوندي انقلابونه تر شا ارو مرو داسې وګړي لري چې په ژوند د نورو لپاره نمونه وي او تر مرګ وروسته ېې واقعات د خاطرو په شکل په اذهانو او کتابونو کې درج کېږي او بيا په ډېره ښه توګه نورو ته رسېږي او حقيقت دادی چې څومره رول عملي بېلګه توب او بيا د يوه ژمن قيادت خاطرو ته د يوه فکر په کاميابۍ کې حاصل دی، بل څه ته نه دی حاصل.

زمونږ په ورځني ژوند کې چې کوم عادي کس هم ومري، شايد په نږدې ورځو کې ېې له ملګرو، دوستانو او خواخوږو ډېرې خاطرې واورئ، چې دا په حقيقت کې د  هماغې ګواهۍ برخه ده، کومه چې په احاديثو کې راغلې ده او رښتيا هم که د يوه مړي په نېکۍ نېک وګړي ګواهي ورکړي، دغه ګواهي بيا د خالق تعالی په وړاندې ځانګړی ارزښت لري او ممکنه ده چې د مړي مغفرت له همدې وشي.

کله چې د يوه عادي انسان خاطرې دومره مهمې دي چې تر مرګ وروسته ېې خلک د دعاء بهانه کوي او حتی په ژوند کې ېې د تورې يادونه کېږي؛ نو د هغه انسان خاطرې به ولې ارزښتمنې نه وي چې د نړۍ د حقيقي اصلاح شعار ورسره وي او په دې لاره کې د زر او سر قربانۍ ته چمتو وي…

د اسلامي دعوت له پيله تر نننه او تر قيامته به د هغوی خوږې خاطرې چې ددغه مبارک صف د پياوړتيا او پرمختګ لپاره لاس په کار دي لکه څنګه چې پخوا په درنه تله تلل کېدی، نن او سبا به هم هماغه وزن ولري او لکه څنګه چې تېر کې همدغه خوږې خاطرې او ښه تعاملات د ډېرو د اصلاح او نجات سبب شوي دي، نن هم پکې ددې وړتيا شته چې د ډېرو د نېکمرغۍ سبب شي او سبا به هم پکې دا استعداد موجود وي.

د هر انسان ژوند د خاطرو ټولګه ده او بيا ددې ډېر معلومات هلته کېږي، کله چې دغه انسان له منځه لاړ شي، ډېرو خلکو ته په عادي ژوند کې څوک متوجه نه وي او نه ورته په ارزښت قايله وي؛ خو چې يو دم رحلت وکړي؛ بيا نو د ډېرو په وړاندې ېې خاطرې حاضرې شي، مرګ خو هسې هم ناڅاپه مېلمه کېږي او په دې ډګر کې خوشالي او کاميابي د هماغوی ده چې ښې خاطرې ېې تر ځان وروسته پرېښې وي او تر دوی هم د ډېر افرين وړ هغوی دي چې خاطرې ېې په حقيقت کې د نورو لپاره د لارې مشال شي، دا نن چې مونږ په معاصر ويښتابه کې د امام حسن البناء شهيد خاطرې لولو، دا په حقيقت کې د هماغه ډېر افرين سړی دی چې مصر او عربي نړۍ او بيا ټوله نړۍ ېې د خپل مخلصانه دعوت په رڼا کې يوه بل پړاو ته ننويسته او دلته چې زمونږ نږدې په هندي نيمه لويه وچه کې د ديوبندي علماوو د لومړنيو مشرانو او په ځانګړې توګه د مالټا د اسير شيخ الهند محمود حسن ديوبندي، د ديوبند د نړيوال دارالعلوم د بنسټګر؛ مولانا محمد قاسم نانوتوي او نورو نومونه ډېر لر بر کېږي او د هغوی په څېر دلته چې د اسلامي حرکتونو د مخکښو مبارزينو واقعات خوله په خوله کېږي، دا ټولې د دعوتګرو د وياړ خاطرې دي.

تر دې مخکې که د سلفو له منځه د څلورو امامانو، امام اعظم ابوحنيفه، امام مالک، امام شافعي او امام احمد رحمهم الله د کيسو کتابونه مشهور دي، يا تر دوی د ورپسې لويو شخصيتونو ترمنځ چې د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله او د هغه د شاګردانو مبارزې راغلي، دا ټولې د هغه وخت خاطرې دي چې د نن وګړي ترې ډېر درسونه او عبرتونه اخلي.

قرآن کريم چې په بيا بيا توګه د پيغمبرانو عليهم السلام يادونه کوي او له هغوی سره د خپل قوم ښه او بد تعامل زمونږ مخې ته ږدي، دا دعوتي خاطرې بللی شو چې په خپله مبارزه کې ترې استفاده هم کوی شو، د (رجل مؤمن) نا اشنا کيسه د خاطرې په توګه قرآن عظيم ياده کړې، هلته چې فرمايي: وَجَاءَ مِنْ أَقْصَى الْمَدِينَةِ رَجُلٌ يَسْعَى قَالَ يَاقَوْمِ اتَّبِعُوا الْمُرْسَلِينَ (20)

او هغه سړی په منډه د ښار له بره طرف راغی، ويې ويل: ای زما قومه، د پيغمبرانو پيروي وکړئ، د هغه چا پيروي وکړئ چې پيسې درڅخه نه غواړي؛ خو په سمه لار دي، (ورته وويل شول: ته ېې هم ملګری ېې؟ هغه وويل) په ما نو څه شوي چې زه د هغه ذات عبادت ونه کړم چې پيدا کړی يې يم او هغه ته تاسو ورګرځئ،  له هغه پرته نور معبودان نه نيسم، که رحمن ذات راته د څه ضرر اراده وفرمايي؛ نو د هغوی سفارش نه راته څه ګټه کوی شي او نه مې ترې ژغورلی شي، (که مې د باطلو معبودانو عبادت وکړ) زه به نو په دغه وخت په څرګنده ګمراهۍ کې يم، ما ستاسو په رب ايمان راوړی دی؛ نو زما خبرې ته ښه ځير شئ. (25) يس

دا د حبيب نجار خاطره ده چې قرآن کريم راوړې ده، هغه له خپل قوم سره د ژورې خواخوږۍ له مخې د حق دعوت شريک کړ، مګر قوم ېې نه يوازې دا چې ونه مانه، بلکې رجم ېې کړ او ژوند ېې ترې واخيست، مګر هغه په داسې حال کې چې دوی واژه، د خپل قوم لپاره الهي بښنه غوښته او ويل ېې: الله تعالی، زما قوم ته مغفرت وکړې، ځکه دوی نه پوهېږي…. او تر مرګ وروسته ېې هم د خپل قوم په اړه دا ارمان کاوه چې کاش هغوی په الهي عفوه پوه شوی وی او ولې هغوی له الهي پيرزوينو ځان نه خبروي؟

په دې خاطره کې چې د (قرآني کيسو) په منځ او د قرآن کريم په زړه (يس سورت) کې ذکر ده، ددې پيغام پروت دی چې په رښتينې معنی د يوه قوم ناصح لکه څنګه چې په ژوند کې د خپل قوم د نېکمرغۍ په لټون وي، له مرګ وروسته ېې هم دغه امېد مل وي.

پر همدې بنسټ امام قرطبي رحمه الله په خپل تفسير (تفسير القرآن العظيم) کې ددغه ايت کريمه اړوند ليکي: په دې ايت کې غټه تنبيه ده او د غوسې د زغم په وجوب لوی دليل دی، د جاهلانو په اړه پکې د حوصلې يادونه ده، هغه څوک چې ځان ېې د شر او فساد په کاروان کې داخل کړی وي، په هغوی باندې يو ډول د مهربانۍ توصيه ده، د هغوی د خلاصون لپاره پکې اماده ګي ده، د هغوی په رانيولو کې نهايي نرمي په کار ده او بايد چې د هغوی لپاره د مصيبتونو غوښتلو او ښېراوو پر ځای له نرمۍ کار واخيستل شي، آيا ته (رجل مؤمن) ته نه ګورې چې خپلو قاتلانو ته ېې څنګه د خير غوښتنه کړې ده؟ هغه کسانو ته چې ده ته ېې کړاوونه غوښتل او د بوتانو عبادت کوونکي وه.

ترجمان القرآن حضرت عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د دغه دعوتګر په اړه فرمايي: ده په مړينه او ژوند دواړو کې د خپل قوم خيرخواهي کړې ده. (التفسير المنير، ج: ۲۲، ص: ۳۰۸)

دلته د يوه پياوړي مخکښ دعوتګر خاطره ده چې د خپل قوم د بد اخلاقيو په وړاندې ېې اخلاقي مقاومت وکړ، ايماني رسالت ېې اداء کړ او خپل مسؤليت ېې سرته ورساوه، قوم ېې په ارزښت پوه نه شو، مګر ده تر مرګه خپله حوصله وساتله، نن مونږ لله الحمد په يوه داسې قوم کې اوسېږو چې دلته د دين وګړو ته ډېر خلک حوصله ورکوي اګر که ډېر لږ ترې حوصله اخلي هم، دلته څوک د دين په نوم هاغومره د تعذيب حالت ته کېدای شي په اسانۍ ونه رسېږي کوم ته چې حبيب نجار په ډېر لږ وخت کې ورسېده، مګر له دې هر څه سره سره په خواشينۍ سره چې د دعوت قافله د داسې خوږو خاطرو په راټولونه کې نن پاتې راغلې چې په دغسې يوه ايماني او نوراني ټولنه کې دې د يوه دعوتګر د ښه چلند او ښه تعامل په برکت مثبت تغييرات راغلي وي چې د هغه خاطرې بيا د نورو لپاره د لارې اثار شي.

نن زمونږ په ټولنه کې په زرګونه ځوانان د حق رښتيني پيغام ته تږي دي او هغوی دېته تيار دي چې نور له دې تقليدي ايمانه راووځي، مګر په وړاندې ېې د دعوتي مبارزينو تياری ډېر سست، ډېر پيکه او ډېر کمزوری دی چې دوی له ځانه سره واخلي، د دوی وړتياوو ته وده ورکړي او د دين او وطن په حقيقي خدمت ېې مصرف کړي.

لکه څنګه چې د دعوتګر ښې خاطرې ثبتېږي، دغسې که خدای مکړه نامناسبې خاطرې ولري، هغه هم د تاريخ له حافظې نه ختمېږي او بيا نننی نسل چې په دې اړه ډېر حساس دی، د دعوت د منسوب شېبه شېبه نظارت کوي او بيا ېې تر نورو رسوي، چې ډېر کله دغه ترخې خاطرې د دعوت د ځپلتيا او کمزورتيا سبب کېدای شي، څومره ډېر خلک زمونږ له خوږ دين د هاغه دين پالو د ترخو خاطرو له کبله په واټن کې شوي دي، چې کېدای شي په خپله به خوږ دين له هغوی بې زاره وي او داسې خلک کېدای شي بې شمېره وي چې د يوه ناوړه تعامل له کبله ېې ډېر لوی کار ته يا شا کړې ده او يا ېې هم په سپکو سپک کړی وي.

دا اوس اوس زه له يوه ځوان سره ناست وم، د يوه لوی علمي او مطرح شخصيت په اړه يې د هغه خاطره ويله چې که څوک هم ورسره مخ شي؛ نو خوشاله ترې نه واپس کېږي او حتما ېې بې عزته کوي! همدغه ځوان ما ته په ټينګار وويل چې له دې سره چې بېلابېلې اړيکې له نوموړي سره لرم؛ خو هڅه کوم چې په هيڅ صورت ورسره مخ نه شم!

کله چې زمونږ يوه بارزه څېره داسې اخلاقي ځوړ حالت ته رسېږي چې نور ېې له ليدو پټېږي؛ نو د اسلامي دعوت د کشر منسوبينو حال به څه وي؟

مونږ که د اسلامي علومو په هره اندازه ماهرين يو، خدای دې وکړي چې يو څو ټکي مو زده وي، مګر د همدغه څو ټکو د تبليغ دنده خو مو په غاړه ده، کله چې د اسلامي ټولنې فرد فرد د اسلامي دعوت دنده تر خپلې وسې پورې په غاړه لري؛ نو ددې معنی داده چې زمونږ هر فرد دعوتګر دی او دا که د ژوند په هره مرتبه کې قرار لري، حتما له ځينو خلکو سره ېې ډېره مخه ده، په کار داده چې له چا سره مو مخه  وي، که لږ وي او که ډېر؛ خو چې په لومړي ګام کې د الله تعالی او بيا د اسلامي دعوت په خاطر سر له نننه ورسره په خپل چلند او تعامل کې مثبت تغيير راولو او بايد هغوی زمونږ په عملي ژوند کې د دعوت خواږه درک کړي چې مونږ ورته په خپل ژوند کې نمونه شو او پس له مرګه ېې له ځان سره د خوږو دعوتي خاطرو په توګه وساتي.

که زمونږ د دعوت منسوبين متوجه نه شي او خپله هره کړنه او وينا که په سختۍ کې وي او که پراخۍ، خوشالۍ کې وي او که په خفګان، مسؤلانه تر سره نه کړي او په بې پروايۍ سره له خلکو سره ناسته ولاړه او راشه درشه ولري او د خپل باغي نفس او شيطان فسادونو ته ځير نه شي؛ نو دا به نه يوازې د دوی په ژوند د اسلامي دعوت لپاره تاواني وي، بلکې د دوی تر مرګ وروسته به هم دغه هر څه د يوه تور تاريخ او ترخو خاطرو په شکل يادېږي او د شيطان لښکرې به د خپل صف د غښتلتيا لپاره له همدغسې افواهاتو ګټه اخلي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *