افغانستان

کندهار کې د مطالعی دودولو ۳ ورځنی نندارتون جوړ شو

یاد نندارتون چي سنو فارما او روشن مخابراتي شرکت په همکارۍ  په» قلم او کتاب مارکیټ» کي په لاره اچول سوی دی، په مختلفو موضوعاتو لیکل سوي زرګونه جلده کتابونه او شاوخوا تر ۱۰۰۰ زیاتي بېلابیلي جايزې پکي په  پام کي نیول سوي ، چي د کتاب پېریدونکو ته به ورکول کیږي.

یاد نندارتون چي سنو فارما او روشن مخابراتي شرکت په همکارۍ  په» قلم او کتاب مارکیټ» کي په لاره اچول سوی دی، په مختلفو موضوعاتو لیکل سوي زرګونه جلده کتابونه او شاوخوا تر ۱۰۰۰ زیاتي بېلابیلي جايزې پکي په  پام کي نیول سوي ، چي د کتاب پېریدونکو ته به ورکول کیږي.

د یکشنبې په ورځ ئې په پرانیست غونډه کي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات الله مبارک صاحب، د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي انعام الله سمنګاني صاحب، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس الحاج مولوي عبدالحې عمري صاحب، د پوهني رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي صاحب ، ډیرو نورو مسئولینو، علماو کرامو، لیکوالانو، شاعرانو،  عامو خلګو او  ځوانانو برخه اخیستی وه.

د پیل په وینا کي، ښاغلي سمنګاني ټولو میلمانو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، د خوشحالۍ ځای دی، چي په داسي خدمت بوخت یو، چي د ولس او کتاب تر منځ رابطه په کي پیاوړي  کیږي، د هغه په وینا، کومو ټولنو چي پرمختګ کړی، د کتاب ارزښت ئې پيژندلی او ټولني هغه وخت پرمختګ کولای سي، چي د کتاب ارزښت وپیژني، ښه کتاب د ښه ژوند برابرولو سره مرسته کوي.

د ښاغلي سمنګاني په وینا، دغه نندارتون د ملي نندارتون له پاره پېلامه ده او هڅه کوو، تر څو په راتلونکي کي ملي نندارتون هم جوړ کړو، د سنوفارما، روشن مخابراتي شرکت او د «قلم او کتاب» مارکیټ له مسئولینو ئې مننه وکړه، چي د یاد نندارتون په جوړولو کي ئې ورسره هر اړخیزه همکاري کړی ده.

مرستیال والي ښاغلي مبارک وویل، چي د دنیا پر مخ تر ټولو بهترین کتاب هغه قرانکریم دی، د وخت سره سم د خلکو د لارښوني له پاره رالیږل سوی او د هر ټول تحریف څخه پاک دی،  هغه زیاته کړه، چی قلم او کتاب نور دی، که چا ورڅخه استفاده وکړه، هغه به هم منور سي، کتاب د خپل ځان او ټولني د پرمختګ له پاره مهمه ذریعه ده، که چیري کتاب زموږ د ټولني یوه برخه سي، نو ټولنه به مو د فکري یرغل پر وړاندي هم کامیابه وي، هغه د ټولني وګړي وهڅول، چي کتاب د ژوند یوه برخه وګرځوي، تر څو په دنیا او اخرت کي کامیاب سو.

ښاغلي مبارک زیاته کړه، په تیرو اشغال وختونو کي زموږ ټولنه د مطالعې او کتاب څخه لیري ساتل سوې وه او مطالعې ته اماده نه وه، مګر د اسلامي نظام په راتګ سره تر بل هر وخت مطالعې ته زمینه برابره سوې ده.

د پوهني رئیس ښاغلي نقشبندي، بیا استادان وهڅول، چي زده کوونکي کتاب او مطالعې ته وهڅوي، ځوانان او زده کوونکي څخه ئې وغوښتل، تر څو د انلاین مطالعې پر ځای د کتاب مطالعې ته مخه کړي.

وروسته د پټۍ په پریکولو سره د زرګونو جلده کتابونو د پېرولو او پېردونکو ته د بېلابیلو جایزو ورکړه شروع سوه.

د یادولو وړ ده، چي یاد نندارتون به د راتلونکي سه شنبې ورځي پوري  دوام ولري.

کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست».

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *