افغانستان

کندوز کې پر ۴۵ جریبه ځمکه سوداګریز کمپلکس جوړېږي

شمال ختیځ کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سپین زر دولتي شرکت په مالکیت د سوداګریز کمپلېکس (غلې منډيي) د جوړېدو چارې د دغه ولایت د والي ملانثار احمد نصرت، مسئولینو او عامو کندوزیانو په شتون کې پيل شوې.

شمال ختیځ کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د سپین زر دولتي شرکت په مالکیت د سوداګریز کمپلېکس (غلې منډيي) د جوړېدو چارې د دغه ولایت د والي ملانثار احمد نصرت، مسئولینو او عامو کندوزیانو په شتون کې پيل شوې.
د چارواکو په خبره کمپلېکس د سپین زر دولتي شرکت او یو بل خصوصي شرکت د تړون پر اساس پر ۴۵ جریبه ځمکه د بېلابېلو حبوباتو د ساتلو او پېر او پلور په موخه جوړېږي.
د سپین زر شرکت مسئولین وایي، د دغه کمپلېکس پر جوړېدو ۴۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او راتلونکو دوه کلونو کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دوی زیاتوي؛ چې دغې منډيي کې د مسجد،
دوکانونو، ګدامونو،ترازو او نورو امکاناتو د رامنځته کولو پلان لري، چې د حبوباتو د سوداګرۍ په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
د کندوز والي بیا د پروژې د پیل په مراسمو کې پر پانګوالو غږ کړی، چې دغه ولایت کې پانګونه وکړي او د ولایت او ټول هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم د سپین ‌زر دولتي شرکت لخوا د پینځه میلیونه افغانیو په ارزښت د کرنې او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د آبدان په دښته کې د یوې ژورې څاه د کیندنې ترڅنګ د کرنې په برخه کې یو څیړنیز فارم او د کندوز – شېرخان بندر د‌ لویې لارې مسافرينو لپاره د لمونځ ادا کولو په موخه د یو باب جومات د جوړولو چارې پیل شوې وې.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *