اجتماعی

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د درملو له ټیټ کیفیت شکایت کوي

دوی وايي، د ډاکټرانو له لوري ورته د عادي ناروغیو لپاره هم د زر افغانیو نسخه لیکل کېږي، خو د دوا کیفیت یې دومره ټیټ دی، چې څو ځله خوړولو سره هم پایله نه لري.

دوی وايي، د ډاکټرانو له لوري ورته د عادي ناروغیو لپاره هم د زر افغانیو نسخه لیکل کېږي، خو د دوا کیفیت یې دومره ټیټ دی، چې څو ځله خوړولو سره هم پایله نه لري.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی یاسر همدرد وايي یوه اوونۍ وړاندې د ذکام په ناروغۍ اخته شوی و، چې ډاکتر ورته د ۸۵۰ افغانیو نسخه لیکلې وه؛ خو د درملو ترخوړولو وروسته یوه اوونۍ هم روغ نه وو.

«زه ذکام وم، ډاکټررا ته، د اته سوه او پنځوس افغانیو دوا یې راکړه؛ خو ټکی تاثیر یې ونه کړ، نن مې بیا درمل اخیستي؛ خو نه پوهېږم، کار به وکړي او که نه ؟»

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی فواد بیا له اسلامي امارت څخه غواړي، چې په ښار کې د بې کیفیته درملو د مخنوي په پار جدي اقادامات ترسره کړي.

هغه زیاتوي، له یوې لوري خلک له خورا بد اقتصادي حالت سره مخ دي او  له بلې خوا بیا د ډاکټرانو او درمل پلورونکو له لورې دا ستر ظلم خورا دردوونکی دی.

« باور وکړی خلک د ډوډۍ پیسې نه لري؛ خو کله چې دې ډاکټرانو ته ناروغ ورشي، اول خو  ډاکټر  ورته د نسخې مخ او شاه ډکه وي، بیا چې دواخانې ته لاړ شي هغوی بیا داسې بې کیفیته دوا ورکوي، والله که په دوه روپو ارزي، خدای خبر، چې دوی دا دوا له اوړجوړوي که څنګه هیڅ تاثیر نه کوي، زموږ دولت نه هیله داده، چې د دوی مخنوی دې وکړي.»په ورته مهال د ختیځ زون دخوړو او درملو ریاست د صحي خوړو او درملو د محصولاتو امر ډاکټر اول ګل خادم وايي، چې دوی په درمل پلورنځيو کې د بې کیفیته درملو د پلور د مخنوي په پار څارنه پيل کړې.نوموړی زیاتوي، بې کیفیته درمل پلورونکي به په نخښه او قانوني چلند به ورسره وشي.« د دې لپاره اوس موږ څارنه شروع کړې، لکه څنګه چې تاسې ولیدل، کوم درمل چې موږ راوړي دي تقریبا اوه،  اته کارتنه کيږي، موږ به دغې پروسې ته دوام ورکوو.»دا په داسې حال کې ده تر دې وړاندې د خوړو او درملو ملي ادارې ویلي وو، هڅه کوي چې په هېواد کې د بې  کیفیته او په لوړ قیمت د درملو د پلور مخنیوی وکړي.

 

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *