افغانستان

د تحصیلي نصاب ستونزې او د اسلامي امارت ګامونه

 

د پوهنتونونو په تحصیلي نصاب وخت ناوخت نیوکې کېږي، چې ګواکې له نړیوال معیار، تکنالوژيکي عصر او اوسني حالاتو سره په تناسب نه دی جوړ شوی او بیا نوي کېدلو ته اړتیا لري.

د بلخ پوهنتون یو محصل نعمت الله سرحدي وایي، چې کریکولم کې ځیني داسې مضامین هم لولو، چې د ژوند په ښه مخته

بېولو کې چندان په درد نه خوړل کېږي.

د افغانستان تحصیلي نصاب کې د عملي زدکړو نشتون بله عمده ستونزه ده، چې تقریباً ټول محصلین ترې رنځ وړي؛ د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغ شوی محصل میرویس خوشال بیا وایي، چې تقریباً یو کال کېږی له پوهنتون څخه فارغ شوی دی او وظیفې پسې ګرځي؛ د نوموړي په وینا هرې ادراې ته چې ورځي نو د عملي کار تجربه غواړي او مونږه په پوهنتون کې هیڅ عملي کار نه دی کړی، نو زه مجبور یم، لکه د نورو یا جعلي کاري تجربه جوړه کړم او یا هم په واسطې سره وظیفه ترلاسه کړم.

خو د افغانستان اسلامي امارت وایي، چې د افغانستان تحصیلی نصاب کمزورتیا مونږ ته له پخوا راپاتې ده، خو په وینا یې چې اسلامي امارت د نصاب ښه کولو په برخه کې اړین ګامونه اخیستې دي او اخلي یې، د لوړو زدکړو وزارت، د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د انیس ورځپاڼې خبریال ته و ویل: د نصابونو اهمیت ته په کتو او ځانګړې پاملرنې او ملاتړ له امله د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه عالي مقام او کابینې د (۲۲) ګڼې ۶/۷/۱۴۴۳ نېټې او (۲۴) ګڼې ۲۰/۷/۱۴۴۳ نیټې مصوبو او لارښوونو سره سم د هېواد د ټولو پوهنتونونو د تحصیلي نصابونو د بیا کتنې او پراختیا طرحه تصویب او همدا ډول د افغان نړیوال پوهنتون د شرعیات، طب، انجنیرۍ او زراعت رشتو فوق لیسانس (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو  طرحه هم  تصویب کړه، چې له نېکه مرغه د نوموړو طرحو له تصویب وروسته لوړو زده کړو وزارت په بې ساري ډول په چټکۍ سره وکولای شول، چې د لیسانس او فوق لیسانس (۱۳۰) تحصیلي رشتو تحصیلي نصابونه د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا د ګډو غونډو، ملي کمېسیون او علمي او مسلکي کمېټو له لارې تهیه، ترتیب او بیا کتنه یې ترسره کړي چې (۸۷) تحصیلي نصابونه یې نهایي شوي دي او پاتې نور یې تر کار لاندي دي.

فراهي د عملي زدکړو په اړه هم و ویل، چې دې برخه کې هم ښې لاسته راوړنې لرو، د ساینس او تعلیم او تربیې پوهنځیو لپاره د ځینو تجهیزاتو د اخیستلو خبر ورکوي او نورو پوهنځیو ته هم ورته پلانونه په نظر کې لري، نوموړي و ویل: د هېواد د لوړو زدکړو په تاریخ کې مو د لومړي ځل لپاره د نصاب د عملي زدکړو برخې لپاره د هېواد د ټولو امارتي او خصوصي پوهنتونونو د استاذانو او د اړوند ادارو او وزارتونو د متخصص او مسلکي نماینده ګانو په شتون کې(چې په مجموع کې ٣٥٠ کسانو ګډون پکې درلود)، کلسټر دایر کړ، چې د نصاب د عملي او تطبیقي برخې مفردات پکې چمتو او له همدې مفرداتو سره سم به د ټول هېواد په کچه سږ کال د ساینس او تعلیم او تربیې اړوند پوهنځیو او ډیپارټمنټونو  لابراتوارونه چمتو او تجهیزات او مواد به یې خریداري شي او د لوړو زده کړو وزارت له پلان سره سم به په راتلونکي کې د نورو پوهنځیو او ډیپارټمنټونو لابراتوارونه هم چمتو او په تجهیزاتو او موادو به سمبال کړل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تحصیلي نصابونو اصلاح او بیاکتنې پر مهال د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره سره، هغه سیمه ییز او نړیوال معیارونه هم په پام کې نیول کیږي، چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې نه وي او زموږ په هېواد کې د پلي کېدو وړ هم وي.

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې د نصاب د معیاري کېدو خبرې کوي، چې په تېرو څو لسیزو کې د نصابونو د معیاري کېدو خبرې یوازې د مېز په سر کېدلې او په عملي میدان کې مو داسې کومه نتیجه نلرله، چې اوسنیو ستونزو ته کوټلی ځواب و وایي.

د نصابونو د تدوین، بیا کتنې او پراختيا پروسه د اړوند وزارتونو او ادارو د استازو، د پوهنتونونو د علمي کادر غړو، د تحصیلي نصاب ملي کمېسیون او مسلکي کمېټو له لوري د نظر سنجۍ له پړاو څخه پیلیږي.

له نظر سنجۍ وروسته، د تحصیلي نصاب د تدوین او بیا کتنې مسوده د اړوند رشتې د ماهرینو او متخصصینو استاذانو لخوا چمتو او نوموړې مسوده په دریو پړاوونو کې کلسټرونو ته وړاندې کیږي؛ د کلسټر په هر پړاو کې د تحصیلي نصاب ملي کمېسیون او مسلکي کمېټو غړي، د هېواد د ټولو پوهنتونونو د پوهنځیو رئیسان، د ډیپارټمنټونو آمرین، اړوند متخصص استادان او د ذیربطو ادارو او وزارتونو استازي؛ د نصابونو د تدوین، اصلاح، بیا کتنې او پراختیا په موخه ګډون کوي، چې هر پړاو یې پنځه ورځې وي.

خو باور دا دی، چې د افغانستان تحصیلي نصاب لا په هغو معیارونو برابر نه دی، چې باید شي او عوام دې برخه کې له حکومته د لا زیاتې توجه او پرمختګ غوښتنه کوي.

تاج محمد بهار

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *