مقالات

دبرمودا مثلث‌، د نړۍ په کچه ستره ناپېژندل شوې معما

کله ناکله دخاورنې کرې پرمخ داسې پیښې رامنځ ته کېږي چې د نه منلو وي ، متمدن او پرمختللی انسان یې له پیژندگلوی تحلیل اومهارولوعاجزپاته شوی وي ، دا سې پیښې په اتفاق له رسنیونه هم لیرې ساتل کېږي ځکه په پیژندگلوی اومهارولوکې یې دڅېړونکوکمزورتیا نغښتې وي ، الوتونکی بشقاب (بشقاب پرنده ) لوی او واړه طوفانونه اوسرانجام داقیانوس اطلس دسمندرپه شمال لودیځ کې د( برمودا مثلث) چې دخلقت له مرموزو اوهغه ناپیژندل شویوښکارندوګڼل کېږي چې تراوسه په خپله اصلي بڼه بشرته نه دي څرگندې شوې ، پوهانواوڅیړونکو یې اصلي راز اوحقیقت تراوسه نه دی موندلی نوځکه ددغه مثلث کوایف هم له مطبوعاتي پوښښ څخه لیرې پاته شوی اوکله نا کله یوشمېرڅیړونکی په دې اړه له حقیقت او واقعیت  نه لیرې په خپل زړه جوړې ارتاویزې بادوي.

کله ناکله دخاورنې کرې پرمخ داسې پیښې رامنځ ته کېږي چې د نه منلو وي ، متمدن او پرمختللی انسان یې له پیژندگلوی تحلیل اومهارولوعاجزپاته شوی وي ، دا سې پیښې په اتفاق له رسنیونه هم لیرې ساتل کېږي ځکه په پیژندگلوی اومهارولوکې یې دڅېړونکوکمزورتیا نغښتې وي ، الوتونکی بشقاب (بشقاب پرنده ) لوی او واړه طوفانونه اوسرانجام داقیانوس اطلس دسمندرپه شمال لودیځ کې د( برمودا مثلث) چې دخلقت له مرموزو اوهغه ناپیژندل شویوښکارندوګڼل کېږي چې تراوسه په خپله اصلي بڼه بشرته نه دي څرگندې شوې ، پوهانواوڅیړونکو یې اصلي راز اوحقیقت تراوسه نه دی موندلی نوځکه ددغه مثلث کوایف هم له مطبوعاتي پوښښ څخه لیرې پاته شوی اوکله نا کله یوشمېرڅیړونکی په دې اړه له حقیقت او واقعیت  نه لیرې په خپل زړه جوړې ارتاویزې بادوي.

د  برمودا دخونړي مثلث په موقعیت کې تراوسه په مرموزډول د الوتکو د رالویدواوبیړیود ډوبېدو اوپه لسگونونورې لویی او وړې پیښې رامنځ ته شوې خوعامه ذهنیت بیا هم ترې ناخبره ساتل شوی اوپه دغه ځای کې هرې را منځ ته شوې پیښې ته پرته له دې چې له بگروند سره تړاو ورکړل شي د زمان په مقطع کې دیوې معمولي پیښې په توگه مطبوعاتي پوشش ورکړل شوی دی په داسې حال کې چې دهمدې مطبوعاتي  رپوټونو په بنا تراوسه په سلگونو الوتکې ٬ سمندري مال وړونکې بیړۍ او په هغه کې ټول سپاره کسان په معجزه اسا  ډول له منځه تللي او ډوب شوي دي ، له دې چې نړیوالو څیړونکو او په تیره بیا د امریکا سمندري قوتونو تراوسه ددغه مثلث درازپه کشف نه دي بریالي شوي نوځکه دوی ټول په اتفاق دا پیښې تصادفي بولي اود یوه داسې هستي خوړونکي او سړیخواره مثلث په وجود باورنلري چې (ماورایې) فعالیت لري .

ددغه مثلث نوم هغه وخت مطبوعاتو ته را ووت چې له نن څخه تقریبا ۷۵ کاله  د مخه  د ۱۹۴۵ کال د دسمبر په پنځمه نیټه دامریکا د سمندري ځواکونوشپږالوتکې له سپرلیوسره دورځې په دووبجواولسودقیقو په دې سیمه کې ترۍ تامې شوې .

د «تی‌ بی‌ام افینگر ۳» ډوله بمب غورځونکې اکتشافي الوتکې دیوه نظامي ماموریت د ترسره کولو لپاره د اقیانوس اطلس د سمندرکي په لورله خپلې قرارگاه څخه ددوه سوه میله فی ساعت په چټکۍ سره هوا ته والوتکې خوله یوساعت اوپنځه دیرش دقیقو پرواز وروسته ناڅاپه سټوان «تایلور»ددغه هوایې گروپ قوماندان د قوماندې له مرکز سره دیوې رادیویې اړیکي په ترڅ کې چیغې کړې ٬  دمراقبت برجه ! اضطراري وضع را منځ ته شوه موږ له خپل مسیر څخه بې لارې شوي یو ٬ موږ نه شو کولای مځکه ووینو او په خپل وسایطو کنترول ولرو .

ـ د برج مسؤل وپوښتل :

ـ اوس چیرې یاست ؟

ـ خپل موقعیت سم نه پیژنواصلاً نه پوهیږوچې موږ اوس پرکومه خوا روان یو، معلومیږي چې موږ کلکه لاره غلطه کړې ده !

د برج مسئول له دې خبرې ولړزید چې څنګه په یوه وار پنځه الوتکې له خپلې ټولې عملې سره په داسې حال کې چې هوا هم سمه ده له داسې حالت سره مخ کېږي ؟

د ساتنې او اړیکو برج بیا وویل :

طاقت ولري دلودیځ په لورپرواز وکړئ

ستوان « تایلور» ځواب ورکړ .

موږ اصلاًنه پوهیږوچې لویدیځ کوم پلودی ټولې دستگاوې له کاره لویدلې موږهیڅ لوری نه شوتشخیص کولای آن تردې چې داقیانوس اطلس اوبوهم خپل رنگ ته بدلون ورکړی خوشیبه وروسته د ستوان « تایلور» وحشتناک غږ واوریدل شو چې ویل یې ،موږ دسپینو اوبوپه لوردمرمۍ په شان درومو کمک ، کمک ….

دا د ستوان « تایلور» هغه وروستی غږ و چې نوربیا وانه ورېدل شو ………. د قرارګاه د هوایی ډگرمسئولانوپه عجله د « مارتین مرینر» په نامه بله مرستندویه الوتکه د ۱۳ تنو مجهزې عملې سره چې د نجات ټول وسایل ورسره وپه هغه لوروالوزوله خودا الوتکه هم د نوروالوتکو په شان ترۍ تامه شوه. دبرمودا مثلث له ۱۹۴۵ کال څخه ترنن پورې د الوتکو د پیلوټانود سمندري لویو بیړیود ملوانانواوعامو خلکو ترمنځ د ویرې او وحشت یوه اسرارآمیزه حقیقي درامه را منځ ته کړې اوهیڅوک یې په راز نه پو هیږي ځکه د (برمودا)  په سیمه کې نه یوازې د سمندري قواوو اکتشافي او نظامي الوتکې ورکې شوې بلکې مسافر وړونکې الوتکې هم داسې ورکې شوې چې بیا هیڅ تخنیک له هغه معلومات نه دی ترلاسه کړی د۱۹۶۲ کال داپریل په میاشت کې یوه آمریکایې مجله مدعي شوه چې د ۱۹شمیرې الوتنې په نا څاپي سقوط کې یوه مهمه او اسرار آمیزه نقطه نغښتې چې د امورو مدیران یې په بشپړ ډول له پیژندنې عاجز پاته شوې خو د

(ارگزوا) مجلې بیا په خپله یوه مقاله کې د برمودا مثلث له یوه سړیخواره غول سره تشبه کړی و چې اسرار آمیزه فعالیت لري  . د برمودا په مثلث کې د الوتکو را لودیدل دلویو او وړو سوداگریزو بیړیو ډوبېدل دآمریکا او نورې نړۍ په خلکو یوه داسې خوفناکه څپه را پورته کړه  چې د پیړۍ د ۴۰ نه تر ۵۰ لسیزې پورې په یوه داسې جنجالي اود ډاراو ویرې په خبراو ښتی وه چې چا یې د اورېدلوتوان

نه درلود، ددغه لیوني مثلث په اړه په ۱۹۷۵ کال د اریزونا د ایالتي پوهنتون څیړونکي (لورنس دیوید کخ ) د (برمودا مثلث راز ) په نوم کتاب ولیکه هغه په خپل کتاب کې مدعي شو چې د برمودا د مثلث د گزارشونو په اړه ډیرې نیمگړتیاوې او (ناویلې) موجودې دي هغه د برمودا د مثلث په اړه د گاریس او نورو لیکولانو د لیکنو په اړه  نیوکې وکړې او د خپلو څیړنو په پایله کې ولیکل :

۱ـ هغه بیړۍ او الوتکې  چې د برمودا په مثلث کې ورکې شوې دي ټولې په طوفان کې را ښکیل شوي دي اودهغوی ټوټې څوڅوکیلومتره لیرې موندل شوې

۲ـ برلیتز او نورو لیکوالانو پرته له دې چې د توفان څخه یادونه وکړي دخلکو ویره او وحشت یې نور هم زیات کړی او د برمودا د مثلث پیښې یې (ماورایې) پیښې قلمداد کړې .

۳ـ د بیړیو او الوتکو دغرقېدو او را ولویدو په اړه ځینې خبرونه له افراط سره ملگری و مثلاً یوه بیړۍ به د برمودا په مثلث کې ورکېده خو بله هغه بیړۍ به چې له دې لارې تیریده د برمودا په دام کې به نه نښته او سلامته به هدف ځای ته رسېدله .

۴ـ د برمودا مثلث دجنجالي موضوع په اړه یو شمیرڅیړونکي په دې باورو چې دا موضوع لیکوالانو د خپل شهرت لپاره را پورته کړې خوسره له دې په گزارشونو ددومره تناقض په بنا بیا هم د برمودا مثلث د کارپیژندانواوڅیړونکوترمنځ یوواحد نظرپیدا نشو.

له بل پلوه که د برمودا مثلث یوشمیرڅیړونکي افسانه بولي برعکس یو شمیر نوریې د تړلیو اوپرلپسې پیښود وقوع په بنا واقعیت  بولي اوپه دې باوردي چې د برمودا مثلث د هغه پرټول قوت او وحشت په یاد اقیانوس کې موجود دی خوپه دې توپیرچې دغه مثلث تل سړیخورنه وي اود زمان په مقطع کې کله چې د سمندرپه تل کې اورغورځونکې پیښې مدجزرپیدا کړي نو استوایی گرمسیري طوفانونه رامنځ ته اواغیز یې د برمودا به په برخه کې دسمندري اوبو په سطح د یوې قوې جاذبې په توگه را څرګند شي او هرهغه الوتکه چې په هوا تیریوي او کومه بیړۍ د سمندرپه سطح سفرکوي ددغه خطرناک مثلث ترضلع چې ورتیره شي نوغړوک  تیره یي کړي خوسره له دې د ۱۹۴۵ کال را په دیخوا هغه پیښې چې په یاد سمندر رامنځ ته شوې د ډیرو لږو یادون یې په لاندې ډول دی

د۱۹۴۵ کال د دسمبر پر پنځه نیټه د امریکا د بحري قواوو د پنځو اکتشافي TBM الوتکو له ټولې ۱۴ کسیزې عملې سره ورکېدل

د ۱۹۴۵ ددسمبر پر ۵ نیټه د مارتین مارینر PBM بمب غورځونکې الوتکه له ۱۳تنه عملې سره چې د TBM الوتکو د نجات لپاره یادې سیمې ته ورغلې وه او له څو دقیقو وروسته له رادیویې اړیکې له پرېکېدو وروسته ورکه شوه .

په ۱۹۴۷ کال C-54  سوپر فورت د امریکا نظامي الوتکه د برمودا په سل میلی کې ورکه شوه .

د ۱۹۴۸ د استا رتایګر الوتکه د برمودا ۳۸۰ کیلومترۍ له ۱۳ خدمې سره ورکه شوه ، د ۱۹۴۸ کال ددسامبرپه اته ویشتمه نیټه د Dc-3 الوتکه د سن خوان په لارو په میامي کې د ۳۲ کسانو په سپرلۍ اوخدمې سره  ورکه شوه .

په ۱۹۴۸کال داستارتایگربله الوتکه د لندن په لارودبرمودا په سیمه را وغورځېده .

په ۱۹۵۰کال دامریکا د گلوپ ماسترالوتکه چې ایرلیند په لورروانه وه د مثلث په شمالي برخه کې راوغورځېده .

په ۱۹۵۲دانگریزانوباروړونکې الوتکه چې جامیکا ته روانه وه د مثلث په شمالي برخه کې رانسکوره او تری تامه شوه .

د ۱۹۵۲ کال د اکتوبر په ۳۰ نیټه د سویرکانستلیشن دسمندري قواوالوتکه د ۴۰ سپرلیوسره د مثلث په شمال کې را ورغورځېده

د ۱۹۵۶ کال په نوامبرکې د P5M هوایی بیړۍ د لس تنوخدمې سره د برمودا په سیمه کې ورکه شوه

په ۱۹۶۲ کال د لنګلی فلید په لارو د امریکا د هوایې قواو الوتکه له برمودا سره لنډه را وغورځېده .

د ۱۹۶۳ کال په اگوست کې د امریکا د هوایی قواوو دوې نوې څلورماشینه الوتکې د برمودا په ۳۰۰ میلی کې را وغورځېدې

یو شمیرڅیړونکي او پوهان بیا پردې باوردي چې د برمودا مثلث د کومې بلې کرې په لورهغه دوربچه ده چې زموږ الوتکې اوبیړۍ بلې کرې ته پرې بیول کېږي خویوشمیرنورپوهان بیا دا پړه د نورو (کرو) پرموجوداتو غورځوي او وایی چې د نورو کرو اوسېدونکي زموږ بیړۍ او الوتکې د تحقیقاتو او څیړنو لپاره خپل ځان سره وړي ځینې له دغه څیړنوبیا باورمند دي چې د برمودا په مثلث کې دالوتکواوبیړیود ښکته لودیدوعلت ددغه سمندرپه تل کې د هغه لوی اوعظیم (بلور) موجودیت دی چې له لیزرنه هم قوي اشعه  له ځانه خپروي او په دې توګه بیړۍ اوالوتکي ویلې کوي ددې خبرې یادول هم اړین دي چې په پخوانیو نقشوکې د اتلاتیس په نوم دیوې کوچنی قارې موجودیت هم ترسترګو کېږي چې نن ددې وچې اثراوبقایا نه معلومیږي اوځمک پیژاندي فکرکوي چې دیوې داسې فاجعې په ترڅ کې به دا قاره له منځه تللې وي چې علت یې تراوسه بشرته نه دی معلوم اوښایې د برمودا له مثلث سره دا وچه د اقیانوس تلې ته ټیټه شوې وي ، د پخوانیو روایاتوپه بنا دغه ځای (بې څه نه و ) ځکه معلومیږي چې دا سیمه د پخوانیو زمانوپه اساطیروکیسوکې هم یوهیبتناک او ډارونکی مکان یاد شوی ، حتی د تاریخ له کشف ډیرمخکې او وروسته کلونه کې دغه ځای د قبرونود سمندر ، د شیطان مثلث ، دمرگ مثلث ، د بد بختۍ سمندراو داتلانتیک د ګورستان په نوم هم یاد شوی دی ، خوداچې ولې پورتنۍ ټولې وقایع د رسنیو له پوښښ ګوښه پاته شوې او یا ولې اوس ددغه مثلث په شوم موجودیت خاشه اچول کېږي ښایې د هغه رعب اووحشت دلیل وي چې عامه ذهنیت په وحشت کې اچوي اویا هم ښایې ددغه پیښود اصلي او واقعي علت د وګنګوالي له امله به دا پیښې د رسنیو له لارې نه خپریږي ځکه زیاتره گزارشونه سانسورکېږي چې په دې توګه د موضوع اصلي بڼه د نورې نړۍ او عامه ذهنیت له تحلیل او تجزیی څخه سرپوښلې وساتل شي

حیا ت الله حلیم

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *