افغانستان

په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو طرحه وارزول شوه

د ریاست الوزراء‌ اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پرونۍ غونډه کې په هېواد کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي او په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو طرحه وارزول شوه.

د ریاست الوزراء‌ اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پرونۍ غونډه کې په هېواد کې د روغتیایي وضعیت د ښه والي او په دولتي روغتونونو کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو طرحه وارزول شوه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په دغه غونډه کې په روغتونونو کې د اصلاحاتو راوستلو د اړتیا او د هېواد په کچه د روغتیايي وضعیت د ښه والي، د تجربه لرونکو مختصصینو د ګومارنې، په متوازن ډول د هېواد ټولو سیمو ته د روغتیایي چوپړتیاوو وړاندې کولو او د روغتیایي خدمتونو پر وړاندې د ستونزو په اړه هراړخیز معلومات ورکړل.

وروسته د روغتیایي مرکزونو د اصلاحاتو، د جمهوریت روغتون د ریفورم، د زرقي محلولونو او ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو طرحې وارزول شوې او د کورنیو تولیداتو پر ملاتړ، د زرقي محلولونو له اړخه د هېواد پر ځان بسیا کولو، درملو ته د خلکو د لاسرسي ډاډ او د روغتیایي پرسونل پر ظرفیت لوړولو ټینګار وشو.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په روغتیایي مرکزونو کې د متخصصینو د جذب، د ابن سینا د درملو تولیدي شرکت د فعالولو په موخه د مسوول ټیم د رامنځته کولو او د جمهوریت دولتي روغتون معیاري کولو په موخه د طرحې برابرولو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *